ستاسو غږ اوریدل کیږي!
کانونو او پټرولیم وزارت رهبرۍ د خصوصي سکټور ستونزو ته د رسیدو په موخه پنځمه ناسته تر سره کړه.
پنجشنبی ورځ د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند خصوصي سکټور استازو وکولئ شوه، ترڅو خپلې ستونزې د وزارت له رهبرۍ سره نیغ په نیغه شریکې کړي.
نو په همدې موخه د خصوصي سکټور استازو او د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو ته خبر ور کول کیږي چې هر ډول قانوني ستونزې مو د دې ناستو له لارې د وزارت له رهبرۍ سره شریکې کړئ.
وخت: هره پنجشنبه، د سهار له (۱۱:۰۰ نه تر ۱:۰۰) پورې
ادرس: کابل، د شهید عبدالحق څلور لارۍ، کانونو او پټرولیم وزارت