د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د احمدزیو له قدرمنو مشرانو سره ولیدل
![cc](/sites/default/files/2023-11/whatsapp_image_2023-11-07_at_2.23.32_pm.jpeg)
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سه شنبې په ورځ د 16/8/1402 نېټې د احمدزیو له قدرمنو مشرانو سره په خپل کاري دفترکې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د احمدزیو مشرانو خپلې ستونزې، غوښتنه او نظریات یې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سره شریک کړل، د ستونزو د هوارولو په اړه یې بحث او نظرونه وړاندې کړل، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی د ستونزو د هوارولو په موخه ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.