د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري پلاوي غونډه تر سره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري پلاوي غونډه 22/2/1401 نېټه د دغه وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ د جیولوجي سروې معین، ریسانو او مسؤلیونو په ګډون د کاري چارو د چټکتیا په موخه د یاد وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په یاده غونډه کې د وزارت امنیتي ستونزو د ښه والي، د ټیکنالوجي او معلوماتو ریاست له خوا کار کوونکو، مراحعینو او مېلمنو ته د پېژند کارت وېش. او د څېړنې او پراختیا ریاست لخوا د مسلکي او کوچنیو کانونو طرحه وړاندې شوه، او په دې اړه هر یو بحث او خپل نظرونه شریک کړل چې د وزارت د مشرتابه لخوا لازمې لاښوونې ورته وشوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت ته د ډبرو سکرو تصدۍ د ملي پراختیا شرکت څخه د انتقال لپاره د یاد وزارت د مشرتابه له خوا پلاوی هم وټاکل شو.
غونډه د شته ستونزو د حل لپاره هر اړخیز بحث او نظر تبادلې او د وزارت د مشرتابه له لازمو لارښوونو وروسته پای ته ورسېده.