محمد هارون چخانسوري: "د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابروو"

firoz_admin
Sat, Jul 11 2020 8:32 AM
dd

د ۳۴ ولایتونو له والیانو او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم ریاستونو له رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې د مصوبې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ګډه غونډه نن ماسپیښین د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوی رئیس شمیم خان کټوازي والیانو او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم وزارت رئیسانو ته د کابینې مصوبه او د مصوبې پر بنسټ، دوی ته د سپارل شوي مسئولیت په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري خبرې وکړې او ویې ویل: موږ د کانونو په سکتور کې لازم تحرک او شفافیت ته ژمن یو او په دغه سکتور کې به ولسي مشارکت ته زمینه برابرو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: موږ غواړو د کوچنیو کانونو د استخراج لپاره یو داسې میکانیزم ایجاد کړو چې د حکومت، خصوصي سکتور او خلکو ترمنځ د باور فضاء بېرته ورغوي او ولسي مشارکت ډاډمن کړي.

محمد هارون چخانسوري والیانو او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم وزارت رئیسانو ته د کابینې د مصوبې پر بنسټ د ننني ویډیوکنفرانس موخې په لاندې ډول توضېح کړې:

- ولایتي ادارې او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم ریاستونه دې په هر ولایت کې د کانونو په اړه ولسي معلومات راټول کړي؛

- د کانونو د استخراج د څرنګوالي په اړه دې مفصل معلومات د لسو ورځو په لړ کې د کانونو او پټرولیم وزارت سره شریک کړي؛

- د کانونو د وضعیت په اړه دې د محلي او مرکزي ادارو ترمنځ د همغږۍ ځنځیر ایجاد شي؛

- د کان کېندنې د پروسې د قانوني کولو په اړه دې ولسي مشورو راټولې او د کانونو او پټرولیم له وزارت سره شریکې شي.

د غونډې په لړ کې والیانو او د کانونو او پټرولیم وزارت ولایتي رئیسانو هم خپل وړاندیزونه او مشکلات له مسئولینو سره شریک کړل.

Latest news

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

Sat, Jul 24 2021 2:37 PM
Background image

Calls of Open Government Participation about collecting the issues which is proposed

by different layers of society and to include them in the National Action Plan -3

The drafting process of the National Action Plan-3 of the Islamic Republic of Afghanistan will begin. . .

BACK TO NEWS