د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د نړیوال بانک له استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري د نړیوال بانک له استازو سره دافغانستان د صنایعو استخراجي سکتور، په ځانګړي ډول د افغانستان د ګازو د پروژې د وضعیت، پرمختګ او لومړیتوبونو په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په غونډه کې د افغانستان د ګازو په پروژه کې د تحرک او روڼتیا په موخه د لازمو اقداماتو او د تخنیکي ظرفیت د لوړېدو په اړه بحث وشو. همداراز، د غونډې په لړ کې پرېکړه وشوه چې د پروژې په موثر تطبیق کې دې لازم سرعت ایجاد شي.