د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پایپ لاین لمېټېډ شرکت (TPCL) له رئیس او د ترکمنستان سفیر سره وکتل

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۸:۵۴
dgh

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د ټي پي سي ایل شرکت (TPCL) رئیس محمد مراد امانوف او په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر اویزوف خواجه سفر گیدویچ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د ټاپي پروژې د اهمیت سربېره د پروژې په ورستیو پرمختګونو او پلانونو خبرې وشوې. د ټاپي پایپ لاین لمېټېډ شرکت رئیس محمد مراد امانوف د پروژې په تخنیکي، اقتصادي او حقوقي برخه کې د تګلارې په اساس د خپلو ورستیو کارونو په هکله معلومات شریک کړل او ډاډ يې ورکړ چې د پروژې د ساختماني چارو د پیلولو لپاره آمادګي لري او ژر به په افغانستان کې د پروژې ساختماني چارې پیل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل: موږ د ټاپي پروژې د تطبیق په موخه له اړونده ادارو سره همغږي رامنځته کړې ترڅو په پروژه کې اساسي تحرک رامنځته شي.
هغه زیاته کړه چې د پروژې په اقتصادي او اجتماعي برخه کې له اړونده ادارو سره له نږدې کار کوي ترڅو په پروژه کې خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

ښاغلي چخانسوري وویل: افغانستان د صنعت د پراختیا لپاره انرژۍ ته ضرورت لري او موږ کولی شو د پروژې د ګازو څخه د انرژۍ په تولید کې ګټه واخلو او هغه ولایتونو ته چې د ټاپي پروژې مسیر ته نږدې دي، د ګازو څخه د موثرې استفادې لپاره زمینه برابره کړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۲۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا له رئیسې سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا له رئیسې آغلې داتو دوکتور شازلینا او مل پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د جنوبي افریقا له علماوو او سوداګرو سره وکتل

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د جنوبي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د جنوبي افریقا سوداګرو د کانونو او پټرولیم وزارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګلبهار شرکت له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ګلبهار شرکت له رئیس سره په کتنه کې د افغانستان د کانونو او سرتاسري امنیت په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د ټولو ملي او نړیوالو. . .

بېرته خبرونه ته