د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغان پټرول شرکت له استازي سره وکتل

urgent_user
سه شنبه, جولای 02 2024 8:36 AM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د افغان پټرول شرکت له استازي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو په ځانګړي ډول د هېواد د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د امنیت پر ښه والي سره په افغانستان کې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه برابر شوی دي او د افغانستان د نفتو او ګازو مساحت شاوخوا دوه سوه زره کیلومټره مربع دی، چې استخراج او اکتشاف یې د کانونو او پټرولیم وزارت له لومړیتوبونو څخه دی، ترڅو د هېواد د ملي پانګوالو په همکارۍ و کولای شو له طبیعي او کاني زېرمو څخه د اقتصادي ودې او د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې ګټه پورته کړو او موږ هڅه کوو چې ملي او نړیوال پانګوال له دغو فرصتونو ګټه پورته کړي.

موږ د ملي او نړیوالو پانګوالو د هڅونې او جذب په موخه،  قانوني همکارۍ او د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو ته چمتو یو.

تازه خبرونه

سه شنبه, جولای 02 2024 8:36 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افغان پټرول شرکت له استازي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د افغان پټرول شرکت له استازي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د کاني زېرمو په. . .

پنجشنبه, جون 27 2024 8:40 AM
Background image

خبرتیا

د هرات ولایت د غوریانو د اوسپنې دریم بلاک قرار دادي شرکت شمش ملي ته خبر ورکول کېږي، د تضمین هغه پیسې چې تر اوسه یې نه دي ورکړي، د اعلان د خپرېدو څخه وروسته د 1403/4/11 نېټې پورې د شپږ. . .

پنجشنبه, جون 27 2024 8:38 AM
Background image

د غزني ولایت د لوړ تناژ ترازو د نصبولو آفرګشايي ترسره شوه

د غزني ولایت د لوړ تناژ ترازو د نصبولو آفرګشايي غونډه د 6/4/1403 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري، د یوشمېر رئيسانو، ټاکلې کمېټې او داوطلبو. . .

بېرته خبرونه ته