د پکتیا ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
پکتیا ولایت چې یو شمېر کاني ظواهر لري د افغانستان د سویل ختیځو ولایاتو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې د دې ولایت مرکز ګردیز ښار دی. یاد ولایت د شمال لخوا د لوګر، لویدیځ ته یې غزني، شمال ختیځ ته يې ننګرهار، ختیځ ته یې پاکستان او د سویل لخوا د خوست او پکتیکا ولایاتونو په ذریغه راچاپېره شوی. او همدارنګه د پکتیا ولایت نفوس د احصأیې ملي اداري د معلوماتو پربنسټ (611,952) تنه ښودل شوی.
د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د پکتیا ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (24 ) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.
د پکتیا ولایت د کاني ظواهرو لیست!
شمېره |
ولایت |
د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر |
کاني سیمې |
1 |
پکتیا |
مس |
د زنداگری سیمه |
2 |
پکتیا |
ازبیست |
د روسانه سیمه |
3 |
پکتیا |
تازه سلفرلرونکی اوبه |
د تینک سیمه |
4 |
پکتیا |
سمنت |
د کوتل تیره سیمه |
5 |
پکتیا |
مس |
د مچلغو سیمه |
6 |
پکتیا |
کرومایت |
د مچلغو سیمه |
7 |
پکتیا |
مس |
د شاوات سیمه |
8 |
پکتیا |
کرومایت |
د بوتان سیمه د سلیمان خیلو کلی سیمه |
9 |
پکتیا |
کرومایت |
د ماکوه سیمه |
10 |
پکتیا |
کرومایت |
د تنگه منگل سیمه |
11 |
پکتیا |
کرومایت |
د لجه منگل سیمه |
12 |
پکتیا |
تالک |
د سرخ گل سیمه |
13 |
پکتیا |
کلسیت |
د لگری سیمه |
14 |
پکتیا |
کرومایت |
د دندپتان سیمه |
15 |
پکتیا |
کرومایت |
د دره خنانی سیمه |
16 |
پکتیا |
کرومایت |
د زین تیژه سیمه |
17 |
پکتیا |
کرومیت |
د شنه ژوره سیمه |
18 |
پکتیا |
مس |
د سرکی مچلغو سیمه |
19 |
پکتیا |
کلسیت |
د مچلغو سیمه |
20 |
پکتیا |
کرومیت |
د ساحه تانگه سیمه |
21 |
پکتیا |
کرومیت |
د ساحه شیجنگ سیمه |
22 |
پکتیا |
ذغال سنگ |
د ساحه گاویانه سیمه |
23 |
پکتیا |
تالک |
د ساحه سرګل سیمه |
24 |
پکتیا |
کلسیت |
د ساحه کوه سین سیمه |
سر چینې:
- د پکتیا ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸(https://idlg.gov.af/paktia/ )
- د پکتیا ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفسو د کال کتاب او مرکزي احصائيه، 1399 https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf