د نورستان ولایت کاني ظواهر

افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.

نورستان ولایت چې د یو شمېر کاني ظواهرو لري د افغانستان د ختیځو ولایاتو په قطار کې راځي، چې مرکز د پارون ښاردی. دا ولایت د شمال لخوا له بدخشان، شمال لویدیځ ته یې پنجشیر، ختیځ ته یې پاکستان، سویل او سویل ختیځ ته یې کنړ، سویل لویدیځ خواته یې لغمان، او د لویدیځ له پلوه د پنجشیر او لغمان ولایتونو سره ګده پوله لري. او همدارنګه د نورستان ولایت نفوس د احصأیې ملي اداري د معلوماتو پربنسټ (163,814) تنه ښودل شوی.

د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د نورستان ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (10) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.

د نورستان ولایت کاني ظواهرو لیست!

شميره

ولایت

 د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر

کانی سیمې

1

نورستان

نادره عناصر

د دو آب سیمه

2

نورستان

 لیتیم

د پس گشته سیمه

3

نورستان

 لیتیم

د جامنک سیمه

4

نورستان

 لیتیم

د یارگل سیمه

5

نورستان

 لیتیم

د پس گشته پایان سیمه

6

نورستان

 لیتیم

د درمگل سیمه

7

نورستان

  لیتیم

د پشکی سیمه

8

نورستان

  لیتیم

د سمگل سیمه

9

نورستان

 مسکویت

د کامدیش سیمه

10

نورستان

 لیتیم نادره فلزاتو سیمه

د پارون سیمه

 

 

سر چینې:

  1. د نورستان  ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸ (https://idlg.gov.af/nuristan/ )
  2. د نورستان ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو             پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، 1399https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf.