د فراه ولایت کاني ظواهر

افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.

فراه ولایت چې د کاني ظواهرو له پلوه شتمن ولایت دی د افغانستان د لویدیځو ولایتونو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې شمال ته یې هرات، ختیځ ته یې غور او هلمند، سویل ته یې نیمروز او د لویدیځ لطرفه د ایران له هیواد سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د فراه ولایت نفوس د احصأیې ملي ادارې د معلوماتو پربنسټ (563,026) تنه ښودل شوی.

د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د فراه ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (39) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.

د فراه ولایت د کاني ظواهرو لیست!

شمېره

ولایت

د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر

کاني سیمې

1

فراه

اوسپنه

د کاریزک سیمه

2

فراه

مس

د سردخانه سیمه

3

فراه

مس

د گورمه سیمه

4

فراه

سرب اوجست

د تنوره  سیمه

5

فراه

تنگستن

د فراه 2 سیمه

6

فراه

تنگستن

د فراه 1 سیمه

7

فراه

قلعی

د تورمالین سیمه

8

فراه

قلعی

د سرکوره سیمه

9

فراه

قلعی

د بول غاجه سیمه

10

فراه

سیماب

د زرمردان سیمه

11

فراه

سیماب

د مشکان سیمه

12

فراه

باریت

د دربتی  سیمه

13

فراه

نایتروجن لرونکی اوبه

د چشمه گرم آب  سیمه

14

فراه

نایتروجن لرونکی اوبه

د درابادی پایان  سیمه

15

فراه

ریگ او جغل

د نامدید  سیمه

16

فراه

آمتیست

د مرکز  سیمه

17

فراه

ریگ او جغل

د مرکز  سیمه

18

فراه

گچ

د مرکز  سیمه

19

فراه

د مس کان

د بالا بلوک سیمه

20

فراه

اوسپنه

د بالا بلوک سیمه

21

فراه

مس

د انار دره  سیمه

22

فراه

کلسیت

د قلعه کوه  سیمه

23

فراه

سرب

د قلعه کوه  سیمه

24

فراه

مالګه

د جوین  سیمه

25

فراه

ودانیزې ډبرې

د مرکز سیمه

26

فراه

ریگ او جغل

د هوایی ډګر لویدیځ سیمه

27

فراه

ریگ او جغل

د شمال واکنش سریع  سیمه

28

فراه

ودانیزې ډبرې

د ننگاب سیمه

29

فراه

ودانیزې ډبرې

د ننگاب سیمه

30

فراه

ودانیزې ډبرې

د ننگاب  سیمه

31

فراه

گچ

د غلامان  سیمه

32

فراه

ودانیزې ډبرې

د کهدانک سیمه

33

فراه

ریگ او جغل

د کهدانک سیمه

34

فراه

آمیتست

د خرمالق سیمه

35

فراه

اوسپنه

د قریه سنگک سیمه

36

فراه

مس

د نامعلوم سیمه

37

فراه

کلسیت

د نامعلوم سیمه

38

فراه

سرب

د نامعلوم سیمه

39

فراه

مالګه

د نامعلوم  سیمه

 

 

سر چینې:

  1. د فراه ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸(https://idlg.gov.af/farah/ )
  2.  د فراه ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو              پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، 1399 https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf