د زابل ولایت کانی ظواهر

افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.

زابل ولایت د افغانستان د سویلي ولایاتو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې مرکز یې د قلات ښار دی، دا ولایت د شمال لخوا دغزني-ارزګان، ختیڅ خواته یې غزني، پکتیکا او بلوچستان، د سویل او سویل لویدیځ لخوا د کندهار له ولایتونو سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د زابل ولایت نفوس د احصأیې ملي ادارې د معلوماتو پربنسټ (384,349) تنه  ښودل شوی.

 

د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د زابل ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (31) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.

 

د زابل ولایت کاني ظواهرو لیست!

شمېره

ولایت

د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر

کانی سیمې

1

زابل

مس

د کندلان سیمه

2

زابل

مس

د سرسرخ سیمه

3

زابل

تنگستن

د آهو میدان  سیمه

4

زابل

سره زر

د کندلان سیمه

5

زابل

سره زر

د لودین سیمه

6

زابل

سرپنتین

د لادجر سیمه

7

زابل

مرمر

د کفترخانه سیمه

8

زابل

ودانیزې ډبری

د توره غر سیمه

9

زابل

ریگ او جغل

د دریا ترنک پل سنگ سیمه

10

زابل

المونیم

د اپتوشیله سیمه

11

زابل

سرب او جست

د لودین سیمه

12

زابل

مولبدیم

د کندلان سیمه

13

زابل

تنگستن

د آهو میدان  سیمه

14

زابل

قلعی او بیریلیم

د آهو میدان  سیمه

15

زابل

سرپنتین

د لاجر سیمه

16

زابل

منرالی اوبه

د باراس سیمه

17

زابل

ابرک

د کاریز سیمه

18

زابل

یاقوت او زمرد

د بیتامور سیمه

19

زابل

اوسپنه

د الکوز سیمه

20

زابل

کرومایت

د الکوز سیمه

21

زابل

کلسیت

د الکوز سیمه

22

زابل

تورمالین

د الکوز سیمه

23

زابل

کوارتز

د الکوز سیمه

24

زابل

گارنیت الماندین

د غوندان سیمه

25

زابل

انتیمون

د غوندان سیمه

26

زابل

پیریت

د غوندان سیمه

27

زابل

ملخیت مس

د غوندان سیمه

28

زابل

ملخیت مس

د چینو سیمه

29

زابل

مس

د کفتر غار سیمه

30

زابل

ریگ، او،چغل او ودانیېزې ډبرې

د دقلات ښار او نورې ولسوالۍ  او لارې یې سیمه

31

زابل

مس

د شیله سرخ سیمه

 

سر چینې:

 

  1.