د پنجشیر ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
پنجشیر ولایت چې یو شمېر کاني زیرمې لري د افغانستان په ختیځ کې پروت دی، چې د شمال لخوا د بغلان او تخار، سویل ته یې لغمان او کاپیسا، ختیځ ته یې بدخشان او نورستان، او د لویدیځ لخوا د بغلان او پروان له ولایتونو سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د پنجشیرولایت نفوس د احصأیې ملي ادارې د معلوماتو پربنسټ (169,926) تنه ښودل شوی دی.
د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د پنجشیر ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (38) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.
د پنجشیرولایت د کاني ظواهرو لیست!
| شمېره | ولایت | د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر | کاني سیمې | 
| 1 | پنجشیر | اوسپنه | د شتل وعنابه سیمه | 
| 2 | پنجشیر | اوسپنه | د تل ونقره خانه سیمه | 
| 3 | پنجشیر | اوسپنه | د پنجشیر سیمه | 
| 4 | پنجشیر | مس | د بازارک پنجشیر سیمه | 
| 5 | پنجشیر | تنتالیم او نیوبیم د پگماتیتو سیمه نادره عناصر | د پنجشیر سیمه | 
| 6 | پنجشیر | زمرد | د داریون سیمه | 
| 7 | پنجشیر | زمرد | د دهنه ریوات سیمه | 
| 8 | پنجشیر | زمرد | د بزمل پنجشیر سیمه | 
| 9 | پنجشیر | زمرد | د ریوات پنجشیر سیمه | 
| 10 | پنجشیر | زمرد | د مکنی پنجشیر سیمه | 
| 11 | پنجشیر | زمرد | د خنج پنجشیر سیمه | 
| 12 | پنجشیر | سره زر ، سپین زر،قلعی او المونیم | د دره فراج سیمه | 
| 13 | پنجشیر | اوسپنه او مس | د دره آریو سیمه | 
| 14 | پنجشیر | پولی میتال | د تل و نقره خانه سیمه | 
| 15 | پنجشیر | پولی میتال | د شتل وعنابه سیمه | 
| 16 | پنجشیر | منرالیزیشن سره زر، سپین زر | د دره آریو سیمه | 
| 17 | پنجشیر | پگماتیت | د کرباشی پارنده و ملپسه سیمه | 
| 18 | پنجشیر | سمندري جغل | د آبدره سیمه | 
| 19 | پنجشیر | لاجورد | د زریه سیمه | 
| 20 | پنجشیر | اکوامارین | د حصارک سیمه | 
| 21 | پنجشیر | تورمالین | د دمرغدل سیمه | 
| 22 | پنجشیر | اوسپنه | د کورآبه سیمه | 
| 23 | پنجشیر | مرمر | د زریه سیمه | 
| 24 | پنجشیر | مرمر | د کبوتر کور سیمه | 
| 25 | پنجشیر | مرمر | د حصارک سیمه | 
| 26 | پنجشیر | مرمر | د زمانکور سیمه | 
| 27 | پنجشیر | کنه ډبره | د ماله بالا کلی سیمه | 
| 28 | پنجشیر | کنه ډبره | د کرو، کلالان، دهن پل آبدره سیمه | 
| 29 | پنجشیر | کنه ډبره | د سویل و درخیل استیدیوم | 
| 30 | پنجشیر | کنه ډبره | د میدان شاهی و دره پارنده سیمه | 
| 31 | پنجشیر | کنه ډبره | د دوآب او شابه سیمه | 
| 32 | پنجشیر | کنه ډبره | د دهن پوجاوه سیمه | 
| 33 | پنجشیر | کنه ډبره | د غونډۍ خولې د پړي د ننه سیمه | 
| 34 | پنجشیر | ریگ او جغل | د کورابه سیمه | 
| 35 | پنجشیر | ریگ او جغل | د استیدیوم سویل سیمه | 
| 36 | پنجشیر | ریگ او جغل | د میدان شاهی سیمه | 
| 37 | پنجشیر | ریگ او جغل | د دوآب سیمه | 
| 38 | پنجشیر | ریگ او جغل | د دهن پو جاوه سیمه | 
سر چینې:
- د پنجشیر ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸ (https://idlg.gov.af/panjshir/ )
- د پنجشیرولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، 1399https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf.