د بلخ ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
بلخ ولایت چې د کاني زیرمو له پلوه شتمن ولایت دی د افغانستان د مهمو شمالي ولایتونو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې د شمال لخوا د ازبکستان – تاجکستان، د ختیڅ لخوا د کندز- سمنګان، لویدیځ ته یې جوزجان او د سویل له طرفه د سرپل او سمنګان له ولایتونو سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د بلخ ولایت نفوس د احصأیې ملي ادارې د معلوماتو پربنسټ (1,509,183) تنه ښودل شوی.
د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د بلخ ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (33) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.
د بلخ ولایت کاني ظوهرو لیست!
| شمېره | ولایت | د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر | کاني سیمې | 
| 1 | بلخ | سلفر | د شادیان سیمه | 
| 2 | بلخ | مالګه | د ده نو سیمه | 
| 3 | بلخ | د ښېښیی ډبروصنعت | د کوه البرز سیمه | 
| 4 | بلخ | د ښېښیی ډبروصنعت | د چشمه شفا سیمه | 
| 5 | بلخ | د ښېښیی ډبروصنعت | د کاتی تاکلیار سیمه | 
| 6 | بلخ | سلفر لرونکي اوبه | د گنج سیمه | 
| 7 | بلخ | کاربناتی اوبه | د چشمه شفا سیمه | 
| 8 | بلخ | سمنت | د چهارکنت سیمه | 
| 9 | بلخ | خاوره لرونکی جغل | د آبلای سیل بر شادیان سیمه | 
| 10 | بلخ | ودانیزې ډبرې | د بیرون تنگی خلم سیمه | 
| 11 | بلخ | خاوره لرونکی جغل | د آبدال دره سیمه | 
| 12 | بلخ | خاوره لرونکی جغل | د رباط | 
| 13 | بلخ | ودانیزې ډبرې | د شادیان سیمه | 
| 14 | بلخ | خاوره لرونکی جغل | د سیاجر سیمه | 
| 15 | بلخ | سول (ریګ) | د دوراهی حیرتان سیمه | 
| 16 | بلخ | مالګه | د ده نو سیمه | 
| 17 | بلخ | سول (ریګ) | د دوراهی حیرتان سیمه | 
| 18 | بلخ | کوارتسی ریګ | د چشمه شفا سیمه | 
| 19 | بلخ | دگچ ډبره | د کوه البرز سیمه | 
| 20 | بلخ | دگچ ډبره | د کوه تکه زار سیمه | 
| 21 | بلخ | سول (ریګ) | د دوراهی حیرتان | 
| 22 | بلخ | چونه ډبره | د شفتلک سیمه | 
| 23 | بلخ | چونه ډبره | د کاریز خورد سیمه | 
| 24 | بلخ | چونه ډبره | د گرمک سیمه | 
| 25 | بلخ | چونه ډبره | د آقسای سیمه | 
| 26 | بلخ | چونه ډبره | د رباط سیمه | 
| 27 | بلخ | چونه ډبره | د سیغانچی سیمه | 
| 28 | بلخ | ودانیزې ډبرې | د چتگری سیمه | 
| 29 | بلخ | خاوره لرونکی جغل | د پل امام بکری سیمه | 
| 30 | بلخ | جغل خاکدار | د جرآب سیمه | 
| 31 | بلخ | سلفر لرونکِی معدنی اوبه | برمه گنج (آب گنده) سیمه | 
| 32 | بلخ | گاز | د غضنفر خصوصی شرکت د گازو د تامینولو لپاره د ګاز څخه برق تولید ول | 
| 33 | شبرغان/مزار شریف | گاز | د شبرغان-مزار شریف ترمیځ د۹۲.۵ کیلومتره د ګاز پایپ لاین جوړول | 
سر چینې:
1 - د بلخ ولایت عمومي معلوماتو او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸ /( https://idlg.gov.af/balkh)
2- د بلخ ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، 1399 https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf