د کانونو او پټرولیم وزارت د ننګرهار ولایت له مشرانو سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۱:۵۰
zxz

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور 3/3/1401 نېټې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ له مشرانو او سپیږیرو سره د وزارت په مقام کې وکتل.

په یاده ناسته کې د ننګرهار ولایت د مشرانو او سپینږیرو د تالک کانونو په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، چې په ځینو یې پخوا هم پانګونه کړې وه. او موږ غواړو چې د هیواد او د کانونو د نافذه قانون له مخې بیا تر لاسه او په کار یې پېل وکړو.

په دغه کتنه کې د یاد وزارت سرپرست د غونډې ګډونوالو د ستونزو د حل په موخه د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدلې او ډاډ یې ورکړ چې د ستاسې غوښتنو ته به رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۸ - ۱۳:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څارنې او ارزونې رئیس معرفي کېدل

ښاغلی مولوي محمد صادق د عبدالخالق زوی چې په 1383 کال کې له دیني علومو څخه فارغ شوی. او همدارنګه د اسلامي امارت په لیکو کې جهادي سابقه هم لري چې مخکې یې د لویو کانونو د عوایدو آمر په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۲۱:۲۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي کنفرانس

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي کنفرانس نن د سه شنبې په ورځ 7/4/1401 نېټې د یاد وزارت ویاند ښاغلي مفتي عصمت الله برهان له لوري د عواید رئیس مولوي محمد رسول عقاب او د وزارت مالیه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۱۱:۳۱
Background image

مطبوعاتي بلنه

ټولو رسنیو ته خبر ورکول کېږي چې نن سه شنبه 7/4/1401 وروسته له غرمې په 3 بجو د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د ډبرو سکرو د صادراتو د پالیسۍ. . .

بېرته خبرونه ته