د فراه ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
فراه ولایت چې د کاني ظواهرو له پلوه شتمن ولایت دی د افغانستان د لویدیځو ولایتونو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې شمال ته یې هرات، ختیځ ته یې غور او هلمند، سویل ته یې نیمروز او د لویدیځ لطرفه د ایران له هیواد سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د فراه ولایت نفوس د احصأیې ملي ادارې د معلوماتو پربنسټ (563,026) تنه ښودل شوی.
د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د فراه ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (39) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.
د فراه ولایت د کاني ظواهرو لیست!
شمېره |
ولایت |
د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر |
کاني سیمې |
1 |
فراه |
اوسپنه |
د کاریزک سیمه |
2 |
فراه |
مس |
د سردخانه سیمه |
3 |
فراه |
مس |
د گورمه سیمه |
4 |
فراه |
سرب اوجست |
د تنوره سیمه |
5 |
فراه |
تنگستن |
د فراه 2 سیمه |
6 |
فراه |
تنگستن |
د فراه 1 سیمه |
7 |
فراه |
قلعی |
د تورمالین سیمه |
8 |
فراه |
قلعی |
د سرکوره سیمه |
9 |
فراه |
قلعی |
د بول غاجه سیمه |
10 |
فراه |
سیماب |
د زرمردان سیمه |
11 |
فراه |
سیماب |
د مشکان سیمه |
12 |
فراه |
باریت |
د دربتی سیمه |
13 |
فراه |
نایتروجن لرونکی اوبه |
د چشمه گرم آب سیمه |
14 |
فراه |
نایتروجن لرونکی اوبه |
د درابادی پایان سیمه |
15 |
فراه |
ریگ او جغل |
د نامدید سیمه |
16 |
فراه |
آمتیست |
د مرکز سیمه |
17 |
فراه |
ریگ او جغل |
د مرکز سیمه |
18 |
فراه |
گچ |
د مرکز سیمه |
19 |
فراه |
د مس کان |
د بالا بلوک سیمه |
20 |
فراه |
اوسپنه |
د بالا بلوک سیمه |
21 |
فراه |
مس |
د انار دره سیمه |
22 |
فراه |
کلسیت |
د قلعه کوه سیمه |
23 |
فراه |
سرب |
د قلعه کوه سیمه |
24 |
فراه |
مالګه |
د جوین سیمه |
25 |
فراه |
ودانیزې ډبرې |
د مرکز سیمه |
26 |
فراه |
ریگ او جغل |
د هوایی ډګر لویدیځ سیمه |
27 |
فراه |
ریگ او جغل |
د شمال واکنش سریع سیمه |
28 |
فراه |
ودانیزې ډبرې |
د ننگاب سیمه |
29 |
فراه |
ودانیزې ډبرې |
د ننگاب سیمه |
30 |
فراه |
ودانیزې ډبرې |
د ننگاب سیمه |
31 |
فراه |
گچ |
د غلامان سیمه |
32 |
فراه |
ودانیزې ډبرې |
د کهدانک سیمه |
33 |
فراه |
ریگ او جغل |
د کهدانک سیمه |
34 |
فراه |
آمیتست |
د خرمالق سیمه |
35 |
فراه |
اوسپنه |
د قریه سنگک سیمه |
36 |
فراه |
مس |
د نامعلوم سیمه |
37 |
فراه |
کلسیت |
د نامعلوم سیمه |
38 |
فراه |
سرب |
د نامعلوم سیمه |
39 |
فراه |
مالګه |
د نامعلوم سیمه |
سر چینې:
- د فراه ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸(https://idlg.gov.af/farah/ )
- د فراه ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، 1399 https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf