د جوزجان ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
جوزجان ولایت چې د افغانستان د شمالي او تاریخي ولایاتو له جملې څخه دی پخپله سیمه کې د تیلو او ګازو ذخیرې لري. یاد ولایت چې د ترکمنستان او ازبکستان له هېوادونو سره په ګډه پوله پروت دی، شمال ته یې د آمو سیند، سویل ته یې سرپل، ختیځ ته یې بلخ او د لویدیځ لخوا د فاریاب له ولایتونو سره ګډه پوله لري.او همدارنګه د جوزجان ولایت نفوس د احصأیې د ملي اداري د معلوماتو پربنسټ (602,082) تنه ښودل شوی.
د افغانستان د جیولوجي سروې او د جوزجان ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (23) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.
د جوزجان ولایت کاني ظواهرو لیست!
|
شمېره |
ولایت |
د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر |
کاني سیمې |
|
1 |
جوزجان |
د گچ ډبرې |
د یتیم طاق سیمه |
|
2 |
جوزجان |
ودانیزې ډبرې |
د یتیم طاق سیمه |
|
3 |
جوزجان |
د گچ ډبرې |
د زر تپه سیمه |
|
4 |
جوزجان |
گاز |
د خواجه گوگردک سیمه |
|
5 |
جوزجان |
گاز |
د جرقدق سیمه |
|
6 |
جوزجان |
گاز |
د یتیم تاق سیمه |
|
7 |
جوزجان |
گاز |
د خواجه بولان سیمه |
|
8 |
جوزجان |
گاز |
د جمعه سیمه |
|
9 |
جوزجان |
گاز |
د باشیکوره سیمه |
|
10 |
جوزجان |
گاز |
د جنگل کلان سیمه |
|
11 |
جوزجان |
گاز |
د چغچی سیمه |
|
12 |
جوزجان |
د سمنت خام توکي |
د یتیم تاق |
|
13 |
جوزجان |
ودانیزې ډبرې |
د یتیم تاق لومړۍ بلاک |
|
14 |
جوزجان |
ودانیزې ډبرې |
د یتیم تاق دویم بلاک |
|
15 |
جوزجان |
ودانیزې ډبرې |
د یتیم تاق درېم بلاک |
|
16 |
جوزجان |
ودانیزې ډبرې |
د یتیم تاق څلورم بلاک |
|
17 |
جوزجان |
د سیند سول (ریګ) |
د شکرک سیمه |
|
18 |
جوزجان |
د سیند سول (ریګ) |
د مرغاب سیمه |
|
19 |
جوزجان |
د سیند سول (ریګ) |
د پل خراسان سیمه |
|
20 |
جوزجان |
گاز |
د یتم تاق په سیمه کې دوه کیندل شوي څاګانې |
|
21 |
جوزجان |
گاز |
د یتم تاق په سیمه کې پنځه کیندل شوي څاګانې |
|
22 |
جوزجان |
گاز |
د بیات شرکت د ګازو د اړتیاوو پوره کولو لپاره باید د ګازو څخه د بریښنا تولید شي |
|
23 |
جوزجان |
تیل اوگاز |
د سپړلو او تولید شریکولو قرارداد، د مزارشریف دوه بلاکه او د صندوقلي د افغان تاجک سیمه |
سرچینې:
- د جوزجان ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره ۲۰۱۸https://idlg.gov.af/jowsjan/ )
- د جوزجان ولایت د کانونو د جیولوجي معلوماتو ریاست د کانونو او پترولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پر بنسټ،د هیواد د نفسو د کال کتاب، او مرکزي احصاییه،۱۳۹۹https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf