د بادغیس ولایت د ګچو په کانونو کې په سلګونو کسان په کار بوخت دي

firoz_admin
دوشنبه, مې 27 2024 1:14 PM
gh

د بادغیس ولایت په مقر، سنګ اتش ولسوالیو کې د ګچو په کانونو او د پروسس په کارخونو کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
بادغیس ولایت د هېواد د هغو ولایتونو له جملې څخه دی، چې د ګچو کانونو پراخه زېرمې لري، چې اوس مهال د پنځو شرکتونو له لوري د ګچ ډبرو کانونو د استخراج چارې روانې دي، چې په دې سره به نه یواځې افغانستان د ګچو د تولید په برخه کې په ځان بسیا شي بلکې نورو هېوادونو ته به هم په نږدې راتلونکې کې صادرات ولرو، ددغو ګچو ځینې نمونې ترکمنستان هېواد ته هم صادرې شوي دي، د مسوولینو پر وینا دغه ګچ ډبرې خورا د لوړ کیفیت درلودونکې دي.
د غه راز د یادو شرکتونو مسوولینو وویل چې د ګچو کانونو د استخراج په پراختیا سره به د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې هم کار وکړي سربېره پر دې به ګڼ شمېر نور ځوانان هم د کانونو د استراج او پروسس په برخه کې په کار بوخت شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه, جون 13 2024 9:12 AM
Background image

د لغمان ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د لغمان ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه د یاد ولایت د کانونو د رئیس انجنیر نجیب الله په مشرۍ چې پکې د کمېټې غړو ګډون کړی و ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت. . .

پنجشنبه, جون 13 2024 8:51 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تېرې ادارې د مشرانو جرګې له یو تن سناتور سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د تېرې ادارې په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازى ښاغلي محمد هاشم الکوزي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د وزارت سرپرست. . .

پنجشنبه, جون 13 2024 8:27 AM
Background image

د امو دریا نفتي حوزې داړتیا وړ د 9 پروژو آفرګشايي

د آمو دریانفتي حوزې  سیمې د اړتیا وړ د 9 پروژو  آفرګشايي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیا‌ءالرحمن الاریوبي، یو شمېر. . .

بېرته خبرونه ته