کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د وزارت رهبرۍ سره د جلالتماب ولسمشر د هدایاتو دتحقق په اړه وکتل
کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند د جلالتماب ولسمشر د هدایاتو دتحقق لپاره د وزارت دمعینانو په شمول ټولو اړونده مسئولینو سره وکتل؛
او خپلو کاري ټيمونو ته يي دندې ورکړې ترڅو په مشخصو برخو کې چې کوم هدایت د جلالتماب ولسمشر له لورې ورکړل شوي خپل مسئولیتونه مشخصه کړي ترڅو دافغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې بنیادي تغیرات راشي.
ښاغلي مومند زیاته کړه چې د ولسمشر تګلاره او استراتيژي ددې سکټور لپاره ډيره مشخصه ده؛ جلالتماب جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون د وزارت د رهبرۍ سره په یو ملاقات کې وویل، موږ باید د هیواد د هر کان د استخراج، تولید او عوایدو زیاتولو ته مشخصه طرحه ولرو او باید د کانونو انکشاف د هیواد د اقتصادي ودې لپاره زموږ اصلي لیدلوری واوسي.
هغه زیاته کړه، تفحصاتو ته دې پاملرنه وشي، ظرفیتونه دې زیات شي چې د کانونو د معیاري استخراج په برخه کې موثر پایلې ترلاسه شي
جمهوررئیس غني وویل، باید د کانونو د غیرقانوني استخراج مخنیوی وشي او د تیلو او ګازو د وارداتو او صادراتو بېلانس دې ترتیب شي چې د تیلو او ګازو او د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې پر لور ګام واخلو.
جمهوررئیس په قراردادونو کې پر واضح ارزونې ټینګار وکړ او وې ویل، کانونه باید د ملي یووالي وسیله شي او په هر اقتصادي زون کې به پر کانونو پانګونه وکړو.
د هیواد جمهوررئیس وویل موږ برنامه محوره کانونو او پترولیم وزارت غواړو، د امریکا د جیولوجي سروې لپاره دې اقتصادي پلان جوړ او باید د منابعو د مدیریت په موخه اساسي تهداب ایجاد شي.
دغونډې په پائ کې پریکړه وشوه چې د یادو هدایاتو د عملي کولو لپاره دي د رهبرۍ په سطحه یو مشخص مکانیزم جوړ شوي ترڅو مونږ ددې سکټور داصلي ظرفیت نه د صنایع استخراجي سکټور دتګلارې او نقشې په اساس ګټه ترلاسه کړو.
او د یادو مسئولیتونو په مقابل کې خپل کاري پلان مشخصه کړو؛ ترڅو پدې سکټور بنیادي بدلون راشي.