جمهوررئیس غني د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیولوژي څانګې استادانو سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د کابل پولیتخنیک پوهنتون جیولوژي څانګې استادانو سره په کتنه کې د هیواد د کانونو د راېستلو په برخه کې د کمزوریو او پیاوړتیا او لومړیتوبونو پر تشخیص خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه د کانونو او پترولیم وزارت مسولینو او د کابل پولیتخنیک پوهنتون رئیس هم حضور درلود په پیل کې پوهاند امیرمحمد موسی زي د افغانستان د قیمتي ډبرو، زېرمو او طبیعي سرچینو په اړه خپل پریزنټیشن وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه، افغانستان د معدنې زېرمو لکه قیمتي ډبرو، فلزاتو او نفت و ګاز له امله د نړې له بډایه هیوادونو څخه دی او له جیولوژیکي اړخه په سیمه او نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري.
موسی زي وویل، بدبختانه د افغانستان معدني زېرمې په ځانګړي ډول قیمتي ډبرې په غیر مسلکي ډول اسختراج او له هیواده بهر قاچاقېږي، همدارنګه د نفتو او ګازو د تفحصاتو په برخه کې د فني کادر د کمبود له ستونزې سره مخ یوو.
جمهوررئیس غني د یاد پریزنټیشن له اورېدو وروسته وویل، د خلکو د اګاهۍ په خاطر باید د افغانستان خلکو ته د قیمتې ډبرو او عناصرو په اړه د معلوماتو ترڅنګ د هغې نمونې په موزیم کې کېښودل شي.
هغه زیاته کړه کانونو او پټرولیم وزارت باید د افغانستان د معدني زېرمو پر مشخصو اقلامو تمرکز وکړي او د ټول افغانستان د جیولوژي نقشه دې جوړه شي چې د هیواد په بېلابېلو برخو کې د کانونو موجودیت تثبیت او د هغو د استخراج په اړه لازم تدابیر ونیول وشي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، که د پرمختللي او پام وړ صاداراتي پلان لمخې د افغانستان د کانونو د استخراج اقدام وکړو تر راتلونکو څلورو کلونو به مو عواید د پام وړ زیات شي.
جمهوررئیس غني وویل، چین، سعودي عربستان او عربي متحده امارات حاضر دي چې د افغانستان پر مرمر او رخامو پانګونه وکړي. هغه زیاته کړه، د نفتو او ګازو تفصحاتو ته دې زیاته پاملرنه وشي چې په دې برخه کې زموږ واردات کم شي.
جمهوررئیس له یادو استادانو وغوښتل چې د کوچنیو، منځنیو او سترو کانونو د غوره مدیریت او همدارنګه د فني کادرونو د روزنې په برخه کې خپلې طرحې وړاندې کړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني د بادې او لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې د افغانستان ظرفیتونو ته په اشارې وویل، تر هغې چې ثابته برېښنا ونه لرو، کانونو په سم ډول نشو اېستلو او نه انکشاف ورکولای شو.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د هیواد د جیولوژي سروې تغییر کړی او له ټولو هیوادونو څخه وړاندې شوي تحقیقات له یوه بل سره متفاوت او په ټکر کې دي. هغه د کابل پولیتخنیک پوهنتون جیولوژي څانګې استادانو څخه وغوښتل، په دې اړه چې پر کومو لومړیتوبونو تمرکز وشي خپلې مشورې وړاندې کړي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، د تحقیقاتو پر مرکز او لابراتوارونو دې زیاته پانګونه وشي او حکومت حاضر دې چې د نفت او ګازو د تفحصاتو په برخه کې هم پانګونه وکړي.