د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د سویس هیواد د ویدلوند کرس اند تریرنات آب شرکت رئیس ولیدل

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن چهارشنبه 25/12/1400 نېټه له اندریس د سویس هیواد د ویدلوند کرس اند تریرنات آب شرکت له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له افغانستان سره د سویس هیواد د دوستانه اړیکو او د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
د ویدلوند کرس اند تریرنات آب شرکت رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د اروپايي هېوادونو د پانګوالو لپاره دې د کانونو په برخه کې د پانګونې اسانتیاوې برابرې کړي تر څو هغه پانګوال چې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي وکولای شي پانګونه وکړي، تر څو د هېواد د ملي عوایدو د کچه لوړه شي فقر او بېوزلي له منځه لاړه شي او د اقتصاد دوه ومومي.
په پاى کې د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ژمنه وکړه چې د هېواد په کانونو کې به پانګوالو ته د پانګونې زمينه برابره کړي.