د 77 ترکي شرکت سره د جوزجان ولایت د یتیم تاق سمنټو تړون لاسلیک شو

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۳۵
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ (8/8/1403) نېټې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د ترکیې سفیر جنک اونال، د یو شمېر رئیسانو او رسنیو په شتون کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې  د 77 ترکي شرکت سره د 163,404,837میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د جوزجان د یتیم تاق سمنټو تړون لاسلیک کړ.

یاد شرکت به د اکتشاف په مرحله کې  4,075,512 ډالر، د استخراج په مرحله کې 27,403,325 ډالره او د پروسس په مرحله کې  126,576,000 ډالره ولګوي.

همدارنګه د قراردادي شرکت د ژمنو له مخې به د جومات په جوړولو 750,000 امریکايي ډالره، د تخنیکي ښوونځي او لابراتوار لپاره 2,500,000 امریکايي ډالر او د استخراج په مرحله کې به هر کال 70,000 امریکايي ډالر د سړکونو او پلچکونو د جوړولو په برخه کې لګوي.

د یادونې وړ ده چې د یاد شرکت له لوري به د اکتشاف په مرحله کې 50 کسانو او د استخراج په مرحله 1200 کسانو ته په مسقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د ټاپي پروژې د رغونې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې د هرات ولایت په مربوطاتو کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

*د کندهار ولایت کانونو څخه د چارو د ښه والي په موخه لیدنه ترسره شوه*

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې ریاست رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس، په مشرۍ پلاوي د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د سرب او جستو او نیش ولسوالۍ د فلورایټ کانونو څخه. . .

بېرته خبرونه ته