په تورغونډۍ کې د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمن چارواکو هرکلی وکړ؛ د بندر او ټاپي پروژې ګډه لېدنه وشوه

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۳۶
news

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار په ملتیا د خپل رسمي سفر پر مهال تورغونډۍ بندر ته ورسېد، چېرې چې یې پخپله د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف او نورو لوړپوړو ترکمن چارواکو تود هرکلی وکړ.

د یاد سفر په ترڅ کې، افغان او ترکمن چارواکو په ګډه د تورغونډۍ بندر د پراختیایي او بنسټیزو روانو چارو څخه لیدنه وکړه او د بندر د ظرفیت لوړولو، ترانزیټي اسانتیاوو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.

همدارنګه، دواړو لورو په ګډه په هرات ولایت کې د ټاپي سترې او مهمې پروژې له روانو چارو څخه هم لیدنه وکړه. د پروژې مسوولینو د کار د پرمختګ، تخنیکي بهیر او راتلونکو مرحلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي بدري ټاپي پروژه د سیمې لپاره یوه حیاتي او مهمه اقتصادي پروژه وبلله او ټینګار یې وکړ چې د یادې پروژې چارې باید د ګډو همکاریو، لوړو معیارونو او ټاکلي مهالوېش سره سم پر مخ یووړل شي.

د یادونې وړ ده چې تورغونډۍ بندر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو دروازو څخه شمېرل کېږي، او د ټاپي پروژه به د سیمې د اقتصادي اتصال او انرژۍ امنیت لپاره مهم رول ولوبوي.

Image 1 Image 2

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۲۴مه نېټه د عزیزي انرژي ګروپ د تخنیکي کمېټې له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ناسته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۲۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار د TNG شرکت له عمومي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام ستر سلاکار مولوي احمدجان په داسې حال کې چې د پټرولیم عمومي رئیس الحاج ملا محمد اسرائیل او د تخنیکي کمېټې غړو یې ملتیا کوله، د ۱۴۰۵ کال د وري میاشتې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶مه، د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل.
په دې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته