د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د آفچین کمپنۍ له مشرتابه سره وکتل

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۲:۳۴
ss

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افچین کمپنۍ له مسوولینو سره په کتنه کې د یادې کمپنۍ د وروستیو پرمختګونو او فعالیتونو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل، د کارونو د چټکتیا او ښه والي په موخه یې د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدې، د ستونزو د هواري او نورو اړوندو برخو ته د رسېدو په موخه یې هغوی ته ډاډ ور کړ.
دغه راز په دې غونډه کې د افچین قراردادي شرکت له خوا د امو دریا نفتي حوزې د قرارداد اړوندو سیمو ته د اړتیا وړ ۱۵۰ ټنه ډیزل تېلو، چې ۱۲۰ ټنه یې د قشقري او انګوت او ۳۰ ټنه نور د زمردسای سیمې اړوند دي، د افچین کمپنۍ د با صلاحیته مسؤلینو په شتون کې یې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې آفرګشایي ترسره شوه.
په پایله کې د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د مناسبې بیې په وړاندې کولو سره د ګټونکي په توګه اعلان شو.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست پر روڼتیا، د ژمنو سره سم د ټولنیزو خدمتونو پر پلي کېدو او د دغه ولایت ځوانانو ته د کاري فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۹:۱۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له چینايي پانګوالو سره وکتل 

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او رئیسانو په شتون کې  له یو شمېر چینايي پانګوالو سره وکتل. 
چینایي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۰ - ۸:۲۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین هېواد د MCC Holoda کمپنۍ له ريیس سره وکتل

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چین هېواد د دولتي شرکت  MCCHoloda له رییس سره په داسې حال کې چې د مس عینک پروژې قراردادي شرکت مسوولینو هم ګډون درلود وکتل. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۲:۵۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په چین کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې په چین هېواد کې دافغانستان له سفیر ښاغلي مولوي احمد ګل بلال کریمي سره وکتل او په بېلابېلو موضوعاتو په. . .

بېرته خبرونه ته