د لوګر ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
لوګر ولایت چې یو شمېر کاني ظواهر لري د پلازمینې کابل په ((65 کیلو مترۍ کې واقع دی، چې د شمال لخوا له کابل، ختیځ ته یې ننګرهار، سویل ته یې پکتیا او د لویدیځ لخوا د میدان وردک او غزني له ولایتونو سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د لوګرولایت نفوس د احصأیې ملي اداري د معلوماتو پربنسټ (434,374) تنه ښودل شوی.
د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د لوګر ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې ( (30سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.
د لوګر ولایت د کاني ظواهرو لست!
شمېره |
ولایت |
د منرال ډولونه |
د کاني ظواهرو سیمې |
1 |
لوگر |
کرومیت |
د لوگر سیمه |
2 |
لوگر |
کرومیت |
د ویرک سیمه |
3 |
لوگر |
کرومیت |
د محمدآغه1 سیمه |
4 |
لوگر |
کرومیت |
د محمدآغه 2 سیمه |
5 |
لوگر |
کرومیت |
د محمدآغه 3 سیمه |
6 |
لوگر |
مس |
د عینک سیمه |
7 |
لوگر |
مس |
د قلعه گلی سیمه |
8 |
لوگر |
سرب اوجست |
د مندئی سیمه |
9 |
لوگر |
مولبدین |
د آبدره سیمه |
10 |
لوگر |
ازبیست |
د لوگر سیمه |
11 |
لوگر |
ازبیست |
د سپینه کلا سیمه |
12 |
لوگر |
ازبیست |
د کوه موگی آبا سیمه |
13 |
لوگر |
ازبیست |
د آب پران سیمه |
14 |
لوگر |
مگنیزیت |
د محمدآغه سیمه |
15 |
لوگر |
گرافیت |
د چرخ سیمه |
16 |
لوگر |
کاربناتی اوبه |
د آب پران سیمه |
17 |
لوگر |
کرومایت |
د التیمور پل علم سیمه |
18 |
لوگر |
کرومایت |
د سرخ آب سیمه |
19 |
لوگر |
کرومایت |
د اسماعیل خیل سیمه |
20 |
لوگر |
گل سرشویی |
د سرخ آب سیمه |
21 |
لوگر |
ابرک |
|
22 |
لوگر |
ودانیزې ډبري |
د کوه ده محمد آغه نمبر یک سیمه |
23 |
لوگر |
ودانیزې ډبري |
د پل قندهاری سیمه |
24 |
لوگر |
ودانیزې ډبري |
د قریه کوه ده محمد آغه سیمه |
25 |
لوگر |
ودانیزې ډبري |
د کوه اصحاب بابا سیمه |
26 |
لوگر |
ودانیزې ډبري |
د سفید سنگ سیمه |
27 |
لوگر |
ودانیزې ډبري |
د کوه میر ابدال نمبر یک سیمه |
28 |
لوگر |
ودانیزې ډبري |
د کوه میر ابدال ساحه نمبر دو سیمه |
29 |
لوگر |
کرومایت |
د داودخیل وده نو سیمه |
30 |
لوگر |
کرومایت |
د بزرگانه سیمه |
سر چینې:
- د لوګر ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸https://idlg.gov.af/logar/)
- د لوګرولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، 1399https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf