محمد هارون چخانسوري: معلوماتو ته د لاسرسي او د کانونو په هکله د کره تحلیل پرته به موږ له دې منابعو څخه اغېزناکه ګټه وانخستل شو

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۷:۴۵
سروی

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، نن ماسپیښن، نورالله  ستانکزی د سروې جیولوجي معین په توګه د وزارت کارکونکو ته معرفي کړ. 

په دغو مراسمو کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس احمد جاوید رسولي، د کانونو او پټرولیم وزارت معینانو او د دې وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیسانو ګډون درلود. 

په پیل کې، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین محمد حمید یوسفي د نورالله ستانکزي د تقرر په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام حکم قرائت کړ. 

ورپسې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې د سروې جیولوجي نوي ټاکل شوي معین نورالله ستانکزي ته د مبارکۍ ترڅنګ، د دې معینیت د پخواني معین حسین داد شفایی له خدماتو څخه مننه وکړه او دوی ته یې د ډېرو بریالیتوبونو هیله څرګنده کره.

محمد هارون چخانسوري وویل: د معلوماتو د راټولولو، تصنیف او تحلیل په برخه کې په ځانګړي ډول د یوې منسجمې او کره برنامې په واسطه په جغرافیایي معلوماتو کې د خالیګاو پېژندنه، د سروې جیولوجي معینیت له بنسټي وظایفو څخه دي. زموږ عمده مسئولیت، د استخراجي صنایعو د انکشاف او ګټه اخیستنې لپاره د اکتشافي او تفحصي فعالیتونو څخه د ترلاسه شویو اطلاعاتو د تحلیل او ارزونې په موخه د جیولوجیکي معلوماتو د راټولونې او مدیریت د یوه جامع او واحد سیستم جوړول دي. 

د کانونو او پټرولیم وزیر وویل: په دې کې شک نشته چې کانونه د افغانستان د هوسایني کلۍ دي خو معلوماتو ته د لاسرسي او د کانونو په هکله د کره تحلیل پرته به موږ له دې منابعو څخه اغېزناکه ګټه وانخستل شو.

ورپسې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رئیس احمد جاوېد رسولي خبرې وکړې. هغه د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې جیولوجي د معین په توګه د ټاکنې له امله، نورالله ستانکزي ته مبارکي ورکړه او د ډېرو بریالیتوبونو هیله یې ورته وښوده. 

په تعقیب یې د وزارت د سروې جیولوجي پخواني معین حسین داد شفایي خبرې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې د حکومت له اعتماد څخه مننه وکړه او نورالله ستانکزي ته یې په نویو مسئولیتونو کې د ډېرو بریالیتوبونو هیله وښوده. هغه وویل؛ ځوانانو ته پاملرنه او اعتماد، په اوسني نظام کې د امکان وړ شول او تاریخ به د دې شاهدي وایي. 

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې جیولوجي نوي ټاکل شوي معین نورالله ستانکزي په خپله وینا کې د حکومت او د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ، د تخنیکي وړتیاو د بهبود، د ظرفیت جوړونې د بستې د ایجادولو، د لابراتوارونو د وضعیت د بهبود، له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټه اخیستنې او د سیمي له هېوادونو سره د تخنیکي او جیولوجیکي سروې د ارتباطاتو د تامین په برخو کې د خپلو برنامه په اړه جامع معلومات وړاندې کړل. 

د غونډې په پای کې، د حسین شفایي له خدماتو څخه د تقدیر په موخه، د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ لخوا نوموړي ته ځانګړې هدیه چې د هېواد د استخراجي صنایعو د سکتور ښکارندویه ده، ډالۍ کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۹:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت رهبري غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ رهبري غونډه، د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي او رییسانو په ګډون ترسره شوه.
په پیل کې یې د کانونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۱۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد له یو تن جهادي شخصیت سره وکتل

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ددغه وزارت په مقام کې له یوتن جهادي شخصیت مولوي محمد سعید هاشمي سره وکتل.
ښاغلي مولوي محمد سعید هاشمي په تېرو دوو کلونو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۸:۱۱
Background image

پنجشېر ولایت کې د سږکال زمردو دویمه داوطلبي ترسره شوه

‏په پنجشېر ولایت کې د (204900) امریکایي ډالرو په ارزښت (2693) قیراطه زمرد د پنجشېر د کانونو د رئیس، سیمه یزو مسئولینو، کان کیندنکو، رسنیو او سوداګرو په شتون کې د یاد ولایت په مقام  کې د. . .

بېرته خبرونه ته