د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د فاریاب ولایت له والي او مشرانو سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۸:۳۸
f

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او ورسره مل پلاوي د سه شنبې په ورځ 9/3/1402 نېټې د فاریاب له والي، علماوو، مشرانو او متنفذینو سره وکتل. 
په پيل کې د فارياب والي د کانونو او پټروليم وزارت له سرپرست څخه د هیواد په شمال کې د کانونو ریاست او آمریتونو د کارونو او فعالیتونو ته د بررسي لپاره په سفر کولو خوښي څرګنده کړه. 
په دې کتنه کې د فارياب ولايت والي او مشرانو د خلکو د ستونزو او اړتياوو یادونې تر څنګ يې په دې برخه کې د وزارت د مشرتابه د پاملرنې غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دغه ولایت د خلکو  وړاندیزونه، نظرونه او ستونزې واورېدې او  ژمنه يې وکړه چې د امارت مشرتابه مقام ته به یې ورسوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته