د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کارار کمپنۍ له استازو سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۳۸
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفترکې د ایران هېواد کارار کمپنۍ له استازو سره ولیدل.
د کارار کمپنۍ استازو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست په لیدنې خوښي څرګنده کړه دغه راز یې د خپلې کمپنۍ په اړه چې په بېلابېلو هېوادونو کې کاري تجربه لري هر اړخیز معلومات وړاندې کړل د هېواد د کانونو په برخه کې په ځانګړې توګه د جستو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ دغه راز یې د کانونو د قانونو او طرزالعمل مطابق ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

‏یو شمېر افغان پانګوال غواړي په هېواد کې د نفتو یوه معیاري تصفیه خونه جوړه کړي

یو شمېر افغان ملي پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزیر سره په ليدنه کې د ١٢٠ میلیونه آمریکايي ډالرو په ارزښت هېواد کې د خامو نفتو یوې معیاري او سټنډرډ تصفیه خونې جوړو لپاره خپله لېوالتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۸:۱۴
Background image

د کانونو او پټرولیم سرپرست د مس عینک کان له سیمې څخه لیدنه وکړه

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور لوګر ولایت ته د خپل سفر پرمهال، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، په کابل کې د چین هېواد سفیر ښاغلی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۸:۴۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افچین او CAPEIC کمپنۍ له رئیسانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د CAPEIC او افچین کمپنۍ له رئیسانو او مل پلاوي سره وکتل.
د افچین کمپنۍ رئیس د ۲۰۲۴ کال لپاره د کاري پلانونو، د حسابونو د. . .

بېرته خبرونه ته