د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا له رئیسې سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۲۱
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا له رئیسې آغلې داتو دوکتور شازلینا او مل پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو او په نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست ترڅنګ د سرتاسري امنیت، د اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ، د افغانستان پراخه کاني زېرمو او د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو په اړه خبرې وکړې او همدا راز یې د پانګونې په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې ټول پانګوال کولای شي په ډاډ زړه او پوره روڼتیا سره د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.
د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا رئیسې او مل پلاوي د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه همدا راز یې له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا او د افغانانو د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
په پای کې دواړو لورو د اړیکو او تعاملاتو په پراختیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بدخشان ولایت له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفترکې د بدخشان ولایت له والي ښاغلي قاري محمد ایوب خالد سره په لیدنه کې په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بادغیس له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د بادغیس له والي ښاغلي مولوي عبدالصمد جاوید سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې د بادغیس والي د وزارت له سرپرست سره په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۸
Background image

د ننګرهار ولایت د 1500 ټنو سر پنټین داوطلبي ترسره شوه

د ننګر هار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د 1500 ټنو سر پنټینو داوطلبي د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، یو شمېر رییسانو، ټاکلي پلاوي او داوطلبو شرکتونو په شتون کې. . .

بېرته خبرونه ته