ترکمنستان- افغانستان - پاکستان-هند [TAPI] پایپ لاین

tapi

 

د ټاپي ګاز پایپ لاین

ټاپي ګازي پایپ لاین پروژه چې د افغانستان د ترانز په نامه هم مشهوره ده، په سیمه کې د لویې ګازي پروژې د انتقال څخه ده، چې د هغې په عملي کیدلو سره به افغانستان د مرکزي اسیا هیوادونو او سویلي اسیا هیوادونو ترمنځ په اقتصادي دهلیز بدل کړي. له دې سره سره ټاپي پروژه، د افغانستان لپاره د ترټولو زیاتې ګټورې پروژې څخه شمیرل کیږي.

about tpi

 

د ترکمنستان څخه افغانستان او بيا پاکستان ته د طبیعي ګاز د لیږد پر سر لومړنې خبرې چې د ټاپي په نوم یې شهرت درلود په (۹۰)مه لسیزه کې شروع شوي وې؛ مګر په کال (۲۰۰۳)م کې، د آسیایې پرمختیایي بانک په مالي ملاتړ ورباندې جدي خبرې اترې پیل شوې. چې له هغې وروسته په کال (۲۰۰۸) میلادي کې هند هېواد هم په رسمي ډول د همدې پروژې سره یو ځای شو، چې دا هم د پروژې د پلي کیدو یو دلیل دی. د دې پروژې اصلي هدف، په یو کال کې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هندوستان هېوادونو ته د(۳۳) میلیارد مټره مکعب گاز انتقال دی.

په پروژه کې ښکیلې خواوې د (۲۰۱۴)م کال په وروستیو کې د (TPCL)  ټاپی سهامي شرکت تأسیس شو، کوم چې د پروژې جوړولو او مدیریت مسولیت په غاړه لري. د یادولو وړ ده چې په سهامي شرکتونو کې د ترکمنستان ګاز شرکت، د افغانستان د افغان ګاز تصدي، د پاکستان د ګاز سیستم خصوصي شرکت او د هندوستان ګیل خصوصي شرکت څخه دي.

Legalټاپي پروژه په دوو پړاونو کې: د پانګونې د نهایې پریکړې د مخه(Pre-FID)او د پانګونې د نهایې پریکړې وروسته(Post-FID) دواړو کې په مجموعي توګه له ( ۹ څخه تر ۱۰) میلیارده امریکایې ډالره په قیمت سره پلي کیږي. د پانګونې د نهایې پریکړې د مخه(Pre-FID) پړاو په برخه کې قانوني چوکاټ، مالي لګښت، سروې، څېړنې او د ځمکې استملاک شامل دي.

 

 

Gasپه قانوني چوکاټ کې، د افغانستان دولت مهم تړونونه لاسلیک کړي چې د هغې له جملې بین الحکومتي، د ټاپي پروژې حقوقي چوکاټ، د ونډه والو ترمنځ، د ګازو اخیستل او خرڅول، پانګونې، عملیاتي او د شریکانو ترمنځ له تړونونو څخه عبارت دي، چې له دغو تړونونو د لاسلیک پرته د پروژې پلي کیدل شاید له ځنډ سره مخ شوي وای. په ورته وخت کې بعضې نور تړونونه د کوربه حکومت، د ګازو انتقال، د قوانینو پایپ لاین سیستم، امنیتي پروتوکل، د ځمکې خدمتونه او د ځمکې د ملکیت حقوقي تړونونه نهایې شوي چې ډیر ژر به لاسلیک شي.   

 

 

legal

د پروژې په تخنیکي برخه کې سروې او د څېړنو لپاره د پروژې مختلف اړخونه لکه:  نقشه کول، د مسیر معلومول، د ژوند چایېریال څېړل او د ځمکې ځانګړي کول ورته اړین، او د هغې په باره کې یې عملي اقدمات ترسره کړي. د یادونې وړ ده چې، د پروژې مالي ملاتړ له طریقه افغان دولت په خپله خاوره کې مهم ګامونه اخیستي، ترڅو د دې پروژې په پلی کیدو کې نغاړي رامنځ ته نشي او څومره چې ژر کیږي پلي شي.

لکه څنګه چې مخکې مو یادونه وکړه، ټاپي پروژه په افغانستان کې د زیاتو ګټو او فوایدو درلودونکي ده، چې هغه له دوو خواوو  د بهر او د ننه کولای شو تربحث لاندې ونیسو.

 

feedد پولې ها خوا یعنی د بهر لخوا، ټاپي پروژه د مرکزي او سویلي آسیا د هیوادونو ترمنځ د سیمه ییزې همکارۍ په پراخولو کې مثبتې او د پام وړ اغیزې درلودلي، چې له همدې همکاریو د بریښنا په سکټور کې د دهلیز پرانیستل، او د سیمه اییزو هیوادونو ترمنځ اړیکو او ټرانسپورټ ته لارې هوارې کړي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماسۍ له طرفه، پوره د اهمیته برخمنه ده. کله چې د نړۍ په سطحه د افغانستان په باره کې خبرې کیږي، د بهرنیانو په ذهنونو کې د افغانستان په باره کې د جنګ او ترور پرته بل شی نه راګرځي چې دا په خپله د افغانستان په اقتصادي اهمیت او په سیمه کې د افغانستان په نوم تاثیر لري؛ مګر د ټاپي پروژې په پلي کیدو سره به افغانستان د اقتصادي اهمیت له پلوه و غوړیږي چې سوله او ثبات به هم له ځانه سره ولري.

په همدې طریقې سره، د دې پروژې داخلي پلي کول به د میلیونونو ډالري امتیازونو ترلاسه کولو تر څنګه به د مستقیمو او غیرمستقیمو دندو د پیدا کیدو، د زیربناوو رامینځته کول او د بریښنا تولید به د هیواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول و لوبوي. تمه ده چې د پروژې په پلي کیدو سره به په کال کې د څلورسوه ملیونو ډالرو څخه زیات امتیاز به ملي عایداتو ته اضافه شي، او لدې سره سره به څلور زره مستقیمې او په زرهاوو غیرې مستقیمې دندې له ځانه سره ولري.

افغانستان به د دې پروژې څخه په لومړی لسېزه کې پنځه سوه متره مکعب ګاز، په دوهمه لسېزه کې یو میلیارد او په دریمه لسېزه کې یو نیم میلیارده متره مکعب ګاز تر لاسه کړي. څېړنې ښایې چې د اوږد مهاله ګاز د تولید څخه د بریښنا تولید ترڅنګ په مرکز او ولایتونو کې د استوګنې د کارونې لپاره د ګازو لیږدول او همدارنګه دا چې افغانستان یو له زراعتي هیوادونو څخه شمیرل کیږي، نو د دې پروژې د ګازو څخه په استفادې به و کولای شي د کیمیاوي سرې احتمالي تولید به له طبیعي ګاز څخه ترسره کړي.

د دې پروژې د پلي کیدو لپاره د خلکو انتظار د هغو ګټو څخه دی چې مخکې یې یادونه وشوه، افغان دولت د خلکو انتظار ته د لاس رسي په خاطر د دې پروژې د پلي کیدو لپاره اوچت ګامونه پورته کړي، ترڅو عملي کیدل یې په نږدې راتلونکي کې یقیني شي.

 

tt