د محمد هارون چخانسوري ژوند لیک

1236

محمد هارون چخانسوري په ۱۳۵۹ لمریز کال د نیمروز ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.

زده کړې: لومړنۍ زده کړې یې په کابل او نیمروز، منځنۍ زده کړې په نیمروز او هرات او ثانوي زده کړې یې د کوېټې په یوه افغانۍ لیسه کې بشپړې کړې دي.  د لیسانس په کچه زده کړې یې د مدیریت په برخه کې له کارډان پوهنتون څخه بشپړې کړي. په عامه مدیریت کې د ماسټرۍ سند یې د اسټرلیا له سیډني پوهنتون څخه ترلاسه کړی دی.

کاري تجربې: محمد هارون چخانسوري له۱۶کالونو زیات په مختلفوپستونو په ملی او بین‌المللی کچه دندې ترسرهکړي. د کلیو پراختیا په وزارت، د کرهڼی او مالدارۍ، عامې روغتیا، نړېوال بانک، د چارو ادارې عمومي ریاست، د عالي مقام دفتر عمومي ریاست کې له عادي بست څخه تر مرستیال او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرستۍ په سطحه دندې پرمخ وړې دي.

ښاغلي چخانسوري د حکومتولۍ، عامه پالیسۍ، نړیوالې پراختیا، سټراټیژیکو اړیکو، مذاکراتو او د شخړو هوارولو، د سیسټم پراختیا، د اجراآتو مدیریت، څارنې او ارزونې په برخو کې تخصصي او عملي تجربې لري. 

ښاغلي چخانسوري له ۱۳۸۲ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۰ کال پورې د کلیو پراختیا او کرنې وزارتونو کې د دندې پرمهال دغه زياتی لاسته راوړنې لرلې.

د ملي پیوستون د برنامې د عملي او مدیریتي سیستم جوړول؛

د همغږۍ او د مالوماتو د ثبت د عملي سیستم جوړول؛

د پرمختلولو پروژو د تطبیق او څارنه د پروسو د عملي سیستم جوړول ؛

له مرستندویه هېوادونو سره د همغږۍ د سیستم او د تطبیقي میکانیزم جوړول؛

د کرهنی د کوپراتیفونو د بیا فعالولو د پروګرام تطبیق؛

ښاغلی چخانسوري د ماسټرۍ دورې له بشپړولو او هېواد ته له راستنېدو وروسته تر ۱۳۹۸ لمریز کال پورې په عامې روغتیا وزارت، نړېوال بانک، د چارو ادارو او په جمهوري ریاست کې دندې ترسره کړې، چې په دغه دوره کې یې زیاته لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:

په موثره او شفافه توګه د مالي مرستو لګولو لپاره د بهرنیو مرستو د همغږیو د مدیریت میکانیزم جوړول؛

د هغو پروژو ارزونه او د هغو د تطبیقي نقشې ترسیمول چې په تطبیق کې یې ستونزې لرلې، د پروژو د مدیریت په ډول کې  بدلون او په بریالیو پروژو د ناکامو پروژو بدلول؛

د چارو په اداره کې د سیستم محوره مدیریت د جوړول په موخه د یاد ریاست د ټولو کاري پروسو لپاره د نقشې ترسیم؛

ادارې ته د یوې واضح او سیستم محوره ادارې په توګه پرمختګ ورکول

د لومړي ځل لپاره، د دولت د چارو د همغږی او موثریت لپاره، د ټولو کاري پروسو کمپیوټري کول او له فرد محورۍ څخه سیستم محورۍ ته د ادارې بدلول چې په پایله کې یې ړونتا، موثریت او حقیقي سرعت رامنځته شو؛

د لومړي ځل لپاره د جمهوررئیس د هدایاتو، فرمانونو او احکامو د تعقیب او تطبیق لپاره د الکترونیکي میکانیزم جوړول؛

د حکومت په کچه د ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ منځته راوړل؛

د حکومت د ټولو ویاندویانو او معینانو لپاره د لنډمهاله زده کړو د زمینې برابرول؛

د حکومت د لاسته راوړنو د یو مکمل او جامع تحلیلی کتاب چاپ او تدوین کړی؛

د معلوماتو د انسجام د میکانیزم او سیستم جوړول؛

د لومړي ځل لپاره له ټولو ادارو سره په ګډه  د حکومت د یو کلن پلان او سټراټیژیک لارښود ترتیبول؛

د ارګ په خبري نشراتو کې د اوزبیکي او بلوڅي ژبو ورزیاتول؛

د حکومت د رهبرۍ د پرېکړو او برنامو لپاره د تطبیقي میکانیزم او مدیریتي سیستم منځته راول؛

د جمهوري ریاست دعالي شوراګانو دهمغږۍ اوموثریت لپاره تر یو واحد چترلاندې د مدیریتي اوتطبیقي ظرفیت یوځای کول؛

ښاغلی چخانسوري د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې په میاشت کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست وزیر وټاکل شو. په دغه دوره کې یې د همکارانو په ملتیا زیاته لاسته راوړنې په لاندې ډول دي:

د بهرنیو چارو وزارت د لیدلوري، ماموریت، وظایفو او مسئولیتونو تعریفول او تعیینول؛

د بهرنیو چارو وزارت د کاري مقررو او طرزالعملونو بیاکتنه او ترتیبول؛

د وزارت د تشکیل منطقي سازي؛

د اصلاحاتو د تطبیق د لړۍ لپاره د یو واضح منطقي سیستم او میکانیزم جوړول؛

ښاغلی چخانسوري د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په ۲۷مه نېټه د کانونو او پټرولیم وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه معرفي شو. نوموړی د ۱۳۹۹ کال د لیندۍ په ۱۰مه نېټه د ولسي جرګې د اعتماد د رایې په ترلاسه کولو سره د کانونو او پټرولیم وزیر په توګه وټاکل شو.

ښاغلي چخانسوري د تدریجي کاري پرمختګ (په مختلفو حکومتي ادارو کې) او د جمهوري ریاست د دستګاه په مختلفو برخو کې د دندې د ترسره کولو په نتیجه کې اړینه او موثره عملي تجربه ترلاسه کړې، چې په پایله کې یې توانیدلی د ادارې د مدیریت او موثریت لپاره د ادارو د ښه والي، پر وخت د دولتي خدماتو وړاندې کولو او د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او همدارنګه د اقتصادي پراختیا لپاره لازم تحرک او کاري سیستمونه جوړاو تطبیق کړي.

ښاغلی چخانسوري یوازې د افغانستان تابعیت لري او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.