کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند په چین کې د افغانستان د نوي ټاکل شوي سفیر سره وکتل
کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند په چین کې د افغانستان د نوي ټاکل شوي سفیر ښاغلي جاوید احمد قایم سره وکتل؛ په یاده لیدنه کې ښاغلي مومند د افغانستان د صنایع استخراجي سکټور د هغه پروژو په اړه معلومات ورکړه په کومو کې چې چیني شرکتونو پانګونه کړې.
ښاغلي مومند د افغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې په شته ظرفیتونو او د نوو پروژو په اړه وویل «مونږ د افغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې د نوې تګلارې قوانینو او همدرانګه فرصتونو په اساس پروژې اعلان کړي چې په هغې کې مونږ د دې سکټور د پراختیا لپاره بهرنۍ مستقیمی پانګونې ته اړتیا لرو». هغه زیاته کړه چې زمونږ شرایط ډير واضحه او د پانګوالو لپاره مشخصه دي چې پدې ظرفیتونو کې پانګونې وکړي.
ښاغلي جاوید احمد قایم د افغانستان صنایع استخراجي سکټور د انکشاف او پراختیا لپاره د دې تګلارې عملي کیدل حتمي وبلل او زیاته یي کړه چې هڅه به وکړي ترڅو چین هیواد کې پانګوال وهڅوي ترڅو دوي د افغانستان په صنایع استخراجي سکټور کې پانګونه وکړي.