پکتیا کې د سرپنټین کاڼي کان د استخراج چارې پیل شوې

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳ - ۸:۳۳
ww

د سرپنټین کاڼي کان چې د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې په سیمه کې موقیعت لري، څه موده وړاندې ممتاز ایاز شرکت د آزادې داوطلبۍ له لارې د پنځه کلونو لپاره في ټن په ۲۴۰۰۰ افغانۍ ورکولو سره ګټونکی اعلان شوی و نن یې د پکتیا ولایت د کانونو رئیس محمد حنیف او یو شمېر محلي مسؤلینو په شتون کې د استخراج چارې عملا پیل شوې ، ښاغلي حنیف وویل: د دې کان په استخراج سره به دولت ته د زیاتو عوایدو راټولېدو ترڅنګ د سیمې ګڼ شمېر خلکو ته کاري فرصتونه او ټولنیز خدمتونه برابر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۸:۷
Background image

په بهر هيوادونو کې د مېشتو افغان علماوو او کارپوهانو ټولنې له استازو سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افغان علماوو او کارپوهانو د ټولنې له استازو سره نن چهار شنبه 17/3/1402 نېټې په خپل کاري دفتر  ولیدل.
د کانونو او پټروليم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۸:۵
Background image

د چین هیواد له سفیر سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چین هیواد له سفیر سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې پر مختلفو موضوعاتو لکه په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۸:۵۰
Background image

د چین هیواد له یوتن پانګوال سره د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست لیدنه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن دوشنبه د 15/3/1402 نېټې د چین هیواد له پانګوال ښاغلي شي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د. . .

بېرته خبرونه ته