په کانونو او پټرولیم وزارت کې نوي رئیسان معرفي شول

Feroz_momp
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۱۲:۵۸
news

هغه مجلس چې د کانونو وزارت د داخلي تفتیش ریاست او د کابل ولایت د کانونو ریاست لپاره د نوي رئيسانو د پیژندګلوۍ پخاطر نیول شوی ؤ، په نوموړي مجلس کې د کانونو وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي عنایت الله مهمند او اداري مرستیال ښاغلي سید محبوب الله رباني له لوري نوي رئیسان د دې وزارت کارکونکو ته ور وپیژندل.

په لومړی سر کې د کانونو وزارت تخنیکي مرستیال ښاغلي عنایت الله مهمند د کابل د کانونو ریاست پخواني ځای ناستي ښاغلي نعمت الله غورځنګ د کارونو څخه مننه وکړه، چې وروسته یې ښاغلی غلام حیدر کاتب د کابل د کانونو ریاست لپاره د نوي رئیس په حیث ور وپيژانده، او هم یې ښاغلي کاتب ته په خپلو کارونو کې د کامیابۍ هیله څرګنده کړه.

او همدارنګه د کانونو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید محبوب الله رباني د داخلي تفتیش پخواني ځای ناستي رئيس ښاغلي محمد فهیم هاشمي څخه قدردانې وکړه چې خپلې چارې یې په پوره حوصله مندۍ ترسره کړي، چې له هغې وروسته یې ښاغلی عبدالطیف صدرا چې دآزادې سیالۍ له لارې د دې ریاست چوکۍ ته کامیاب شوی ؤ، د دې وزارت راټول شوو ګډونوالو ته یې د داخلي تفتیش د رئيس په حیث ور وپیژانده.

د دې ترڅنګ نوموړو باستونو لپاره نوو ورپیژندل شوو رئیسانو هم د کانونو وزارت له مشرتابه او دولت څخه مننه وکړه، چې په دوی باندې یې باور وکړ، او وعده یې وکړه چې ورسپارل شوي مسؤولیتونه په ښه شان ترسره کیدو، د وزارت د برنامو تطبیق او د خپلو کارکونکو سره یې په  کارونو کې د ښې همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۸/۹/۱۶ - ۸:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر د تالکو د اتحاديي له غړو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند د تالکو اتحاديې له مشرانو او غړو سره وکتل؛ د لېدنې په سر کې، د اتحاديي غړو د قراردادنو په اړه د خپلو ستونزو د شریکولو ترڅنګ. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۳ - ۱۲:۳۶
Background image

کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون له رئیس سره لېدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست‌وزیر ښاغلي عنایت‌الله مومند د کابل پولي‌تخنیک پوهنتون له رئیس ښاغلي محمد سعید کاکړ سره د لېدنې په ترڅ کې، د وزارت او پولي‌تخنیک پوهنتون ترمنځ د ګډو. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۹:۸
Background image

جمهوررئیس غني د یونسکو فرهنګي مسوول سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن غرمه په ارګ کې د ملګرو متلونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (UNESCO) فرهنګي مسوول فلیپ دیلانګي سره په کتنه کې د مس عینک تاریخي. . .

بېرته خبرونه ته