هلمند ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال سفر

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۳:۵۴
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي هلمند ولایت ته په یو رسمي سفرلاړ.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي الحاج مولوي عبدالرحمن کندزي، امنیه قومندان الحاج مولوي عبدالحکیم مبارک، د استخباراتو رئیس، د کانونو رئيس او نورو اړوندو او مسئولینو او ځایي چارواکو سره ولیدل.
د بېلا بېلو موضوعاتو ترڅنګ یې د یاد ولایت د کانونو په اړه خبرې وکړې او همدارنګه د 9 ارګانونو یوه ګډه کمېټه  چې پکې((امنیه قومنداني،استخبارات،کانونو ریاست، اقتصاد، مالیه، کرنه،چاپیریال ساتنې، سوداګري او صنعت) شامل دي جوړه کړه او زیاته یې کړه: یاده کمېټه د کانونو د غیرقانوني استخراج، قاچاق مخنیوی د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوې او غوښتنه یې وکړه، چې سیمه یز ارګانونو دې له یادې کمېټې سره همکاري وکړي.
د هلمند والي د وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ته د ښه راغلاست تر څنګ د همکاریو او کاري فعالیتونو په ځانګړې توګه د جوړې شوې ګډې کمېټې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۸:۴۶
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ اداري غونډه چې پکې د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي او د بېلابېلو برخو رئیسانو او امرینو په ګډون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۸:۴۴
Background image

د جګدلک یاقوتو کان آفرګشایي غونډه ترسره شوه

د جګدلک یاقوتو کان آفر ګشايي، چې مخکې د داوطلبۍ اعلان ته سپارل شوې وه، نن ورځ  یې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، چې پکې د پلان او پالیسي مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۹:۴۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایپیکس2 شرکت له رئیس سره ولیدل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ایپیکس2 شرکت له رئیس ښاغلي عتیق الله نوشېر او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
د ایپیکس2 شرکت رئیس د افغانستان. . .

بېرته خبرونه ته