د 70 زره ټنه جغله مالګې پلور داوطلبي
د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ 70 زره ټنه جغله مالګې داوطلبي نن سه شنبه د 8/9/1401 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې په شفافه توګه تر سره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ جغله مالګه چې مخکې اعلان ته سپارلې وه، نن یې د پلان او پالیسۍ مرستیال ضیاالرحمن الاریوبي، د مالي او اداري مرستال مولوي حسام الدین صابري، د یو شمېر رئیسا، موظف هیئت او د مالګې اخیستلو متقاضیانو په شتون کې داوطلبي په شفافه توګه تر سره کړه.
په دغه داوطلبۍ کې د عبید ایوب نوري شرکت في ټن په 2651 دوه زره، شپږ سوه او یو پنځوس افغانۍ ګټونکی اعلان کړ.