د کندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د مرمر ډبرو د څلورم بلاک کان داوطلبي ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې د 23/10/1400 نیټه د کندهار ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ د مرمر ډبرو د څلورم بلاک داوطلبي د دغه وزارت د غونډو په تالار کې په شفافه توګه تر سره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د مرمر ډبرو څلورم بلاک چې مخکې اعلان ته سپارلی و د موجوده هئیت او دیارلس هغه شرکتونه چې د وړاندیزونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو، د یوې شفافې پروسې له مخې د داوطلبۍ پروسه ترسره کړه.
په دغه داوطلبۍ کې شېراحمد د مرمر ډبرو دويم بلاک په لس زره دوه سوه پنځوس افغانۍ (۱۰۲۵۰) او دريم بلاک د حارث عبيد لميټيډ شرکت له خوا په لس زره او درې سوه افغانۍ (10300) او څلورم بلاک د کان کېندنې شرکت خان هلمند صافي په لس زره دوه سوه پنځوس افغانۍ (۱۰۲۵۰) افغانۍ او پنځم بلاک احسان عزیز ساختماني شرکت في ټن د لسو زره او دوه سوه (10200) افغانیو په ارزښت وګټله.