د کانونو سکټور حقوقي آجنډا بشپړه شوه

firoz_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۱:۵۱
ddd

د کانونو سکټور حقوقي آجنډا د کان کېندنې مقررې د طرحې په تصویبولو سره بشپړه شوه.
د کان کېندنې د مقررې طرحه د کانونو قانون د شپږاویایمې (۷۶) مادې له مخې ترتیب شوي. دغه مقرره چې د اړوند ادارو په همکارۍ ترتیب شوي وه، تیره ورځ د کابینې د غونډې لخوا د تأیید وړ وګرځیده.

یاده مقرره، د تدارکاتو [د کان کېندنې د لویو قراردادونو د داوطلبۍ او د کوچنۍ کان کېندنې لپاره د جواز غوښتنلیکونو]، د قراردادونو/جوازونو مدیریت، د کان کېندنې قراردادونو د رویالټۍ دتادیې/مالي شرایطو، د کان کېندنې فعالیتونو د ثبت [د روڼتیا لاسته راوړلو په موخه]، د روغتیا او خوندیتوب د اړونده چارو، د ژوند چاپیریال، د کاني سیمو په امنیت او د ځایې ټولنو د مشارکت په پروسې تمرکز کوي.

کانونو او پټرولیم وزارت ویاړي چې، د کانونو سکټور حقوقي آجنډا #دصنایع‌استخراجی‌تګلا‌رې #دکانونو‌قانون #دکان‌کېندنې‌مقررې له مخې نهایې شوي، چې دا په سکټور کې د ښکیلو شریکانو لپاره قانوني کڅوړې چمتو کوي.

#د‌کانونو‌او‌پټرولیم‌وزارت #MoMP

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۹ - ۱۴:۴۶
Background image

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال غونډې ته د ساختماني موادو لرونکو کاني سیمو د اعلان بهیر د تایید غوښتنه وکړه چې تصویب شوه.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست او تخنیکي مرستیال غونډې ته د ساختماني موادو لرونکو کاني سیمو د اعلان بهیر د تایید غوښتنه وکړه چې تصویب شوه.
په همدې ترتیب نوموړي د کنړ-ننګرهار د مرمرو. . .

شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ستاسو غږ اوریدل کیږي!

کانونو او پټرولیم وزارت رهبرۍ د خصوصي سکټور استازو او د وزارت کارکونکو ستونزو ته د رسیدو په موخه ناسته تر سره کړه.

تیره پنجشنبه د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو او د دې وزارت اړوند. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۵ - ۱۰:۳۸
Background image

د هرات د مرمرو په تولیداتو کې ۳۵ سلنه زیاتوالئ راغلئ دی

د هرات کانونو ریاست په ۱۳۹۸ مالي کال کې د دې ولایت په مرمر ډبرو تولیداتو کې د ۳۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.

د هرات کانونو ریاست رئيس ښاغلي ضیاالحق پوپل په ۱۳۹۸ کال کې د هرات ولایت د. . .

بېرته خبرونه ته