د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي کنفرانس

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۷ - ۲۱:۲۳
اا

 

د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي کنفرانس نن د سه شنبې په ورځ 7/4/1401 نېټې د یاد وزارت ویاند ښاغلي مفتي عصمت الله برهان له لوري د عواید رئیس مولوي محمد رسول عقاب او د وزارت مالیه ویاند ښاغلي استاد احمد ولي حقمل په شتون کې تر سره شو.

دغه کنفرانس د وزارت په مقام کې تر سره شو، چې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند بهر ته د ډبرو سکرو د صادراتو د پالیسۍ په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د مالیې وزارت د ګمرکي تعرفو په اړه د مالیې وزارت د ویاند استاد احمد ولي حقمل او د کانونو او پټرولیم وزارت د عوایدو په اړه چې د اسلامي امارت له پیل څخه تر اوسه پورې د وزارت د عوایدو رئیس مولوي محمد رسول عقاب لخوا د کنفرانس ګډونوالو او ټولو رسنیو ته معلومات وړاندې کړل او په پای کې د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل شوو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۴:۴۰
Background image

د (MJAM) کمپنۍ رئيس سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مس عینک پر پروژې د کار د پېل لپاره د چین هیواد د (MJAM) کمپنۍ له نوي رئیس ښاغلي خه شو پینګ سره نن سه شنبه 25/5/1401. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د نفرایټ قراردادونو د رویالیتۍ د تحویلۍ له  درکه د عوایدو  په هکله  

د د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د نفرایټو ۱۱ رسمي قراردادونه لرو چې د هغې له جملې څخه ۴ شرکتونو د نفرایټو استخراج او صادرات پیل کړي چې هریو:
1.    د حاجي حکمران شرکت ۲ ټنه او ۱۰۰ کیلو. . .

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۷:۹
Background image

د لویو کانونو پروژو د داوطلبۍ په اړه معلوماتي غونډه تر سره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت، د مالیې، د اقتصاد، صنعت او سوداګرۍ ، د انرژۍ او اوبو وزارتونو او د چاپیریال ساتنې ادارې تر منځ د هرات ولایت د غوریانو اوسپنې او د غور ولایت د سرپ او جست پروژو. . .

بېرته خبرونه ته