د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال معرفي شو

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۵/۴ - ۱۴:۱۹
ddd

د کانونو او پټرولیم وزارت په پیشنهاد او د جمهوري ریاست د عالي مقام د ۹۸۸ شمېرې د حکم پر بنسټ، محمد حمید یوسفي د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه وټاکل شو چې د دې وزارت د سرپرست وزیر لخوا کارکونکو ته ور وپیژندل شو.

په هغو مراسمو کې چې د دغه وزارت د رهبرۍ، رئیسانو، سلاکارانو او میلمنو په ګډون په همدې مناسبت جوړ شوي و، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري خبرې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې مالي او اداري مرستیال ته مبارکې ورکړه او زیاته یې کړه چې د ده شتون به د وزارت په سطحه پروسې چټکې او ګړندۍ کړي.

محمد هارون چخانسوري وویل: نن ورځ د وزارت رهبري تکمیل شوه. زموږ مسؤولیت د کانونو په سکتور کې د تحرک ایجادول دي، ځکه چې دا سکتور د هېواد د اقتصاد په وده کې ارزښتناک رول لوبوي.

ورپسې نوي تعیین شوي مالي او اداري مرستیال محمد حمید یوسفي د حکومت له مشرتابه څخه د باور له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د یو اصل په توګه به سیستم د نننۍ ټکنالوژۍ پربنسټ جوړ کړي چې له امله به یې د وزارت کارونه اسان او پیاوړي شي.

هغه زیاته کړه: ټولو ارزښتونو ته د درناوي ترڅنګ به د عایداتو په راټولولو، د شکایاتو د اورېدو او هغو ته د رسېدو فرهنګ د ودې ترڅنګ د مکافاتو او مجازاتو د اصل رعایت او ظرفیت لوړونې ته پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۳۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له رئیس او په کابل کې ترکمنستان له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له رئیس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره د ټاپي پروژې د پرمختګونو، مهمو او اساسي موضوعاتو په اړه بحث او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۲۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افچین کمپنۍ له مسئولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افچین کمپنۍ له مسئولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه د بېلا بېلو موضوعاتو سربېره یې د تېرو حسابونو پر تصفیې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۱۹
Background image

د پلان او پالیسي مرستیال د مالګې کانونو د قراردادیانو سره ولیدل

 د مالګې د کانونو ټولو قراردادیانو، د مالګې د فابریکو خاوندانو او د مالګې اتحادیې غړو نن د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي له مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي سره د مالیې، د. . .

بېرته خبرونه ته