د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ژوند لیک

نن

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایتالله مومند د افغانستان په ننګرهار ولایت کې زیږیدلئ دی. ښاغلی مومند چې اوس مهال د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست وزیر دنده پر مخ وړي د اوو کالونو راهیسې د افغانستان د صنایع استخراجي سکټورد ودې لپاره د دې وزارت په مختلفو ظرفیت لرونکو برخو کې کار کړی دی.

نوموړي د کانونو او پټرولیم وزارت د هایدروکاربنونو اړوند پروژو کې چې د (۱۰۰) ملیونو ډالرو له ارزښت څخه برخمنې وې د داوطلبۍ (tenders (، د سایزمیکی سروې (Seismic Surveys)، طبیعي فشار لرونکي ګاز(Compressed Natural Gas )، د ګازاتو د زیرمو د پراختیا (Gas Midstream Development) او نورې رهبري کړي. سربیره پردې، هغه د لومړي ځل لپاره د ګاز څخه تولید شوي خپلواکې بریښنایې پروژې (Independent Power Producer) دپام وړ لاسته راوړنې درلودې.

 

ښاغلي مومند نه یوازې د کانونو او پټرولیم په برخه کې تجربه لري، بلکې په نړیواله کچه يي د یو خصوصي شرکت سره له ډیره وخته کار کړئ، چې د هغو تجربو پر بنسټ یې د هېواد په د ننه کې بهرنۍ پانګونې راجلبولو ته لاره برابره شوي.

 

له کومه وخته چې نوموړي د افغانستان صنایع اسخراجي سکټور په خصوص د کانونو او پټرولیم وزارت سره یو ځای شوئ، د هایدروکاربن د سکټور په برخه کې شاوخوا د (۱۵۰) ملیونه ډالرو په ظرفیت سره بهرنۍ پانګونې ته لاره برابره  شوي ترڅو یاد سکټور پراختیا ومومي. نوموړي د سکټور د پراختیا او انکشاف لپاره د خصوصي سکټور سره نږدې کار کړی ترڅو د خصوصي سکټور پانګونې لپاره زمینه مساعده شي.

ښاغلۍ مومند د یوه کارپوه مدیر په حیث کولائ شي د پایلو په وړاندې کولو، مراجعینو ته د اړینو لارښونو او د لوړو مقاماتو او سازمانو ترمنځ د یوه با تجربه رهبر په حیث رول ادا کړي.

نوموړي د یو ښه مدیریت په ترڅ کې دا ثابته کړي چې د ګاز تولید په یوه پرمختللي پروژه او د دې ترڅنګ د تیلو په سکټوري برخه کې بهرنۍ پانګونې ته موقع برابره کړي. د دې او ورته نورو پروژو د مدیریت په ترڅ کې یې وکولای شول ترڅو د پیچلي پروژو په اړه لا ډیره پوهه او تجربه لاسته راوړي.

ښاغلی مومند د خبرو د وړاندې کولو عالي مهارتونو ترڅنګ په منظم ډول د یو مهیم ویناوالو په توګه، په کنفرانسونو کې د مربوطه موضوع په تړاو خپل نظر څرګندوي. هغه په مختلفو هیوادونو کې د صنعت او حکومتي متخصصینو ته د افغانستان د هایدروکاربن په برخه کې د فرصتونو پریزینتیشن وړاندې کړي. د هغه د کاري سفرونو له امله افغانستان د انرژۍ او تیلو په برخه کې د نړیوالو شرکتو استازو پام دې هېواد ته ګرځیدلۍ او دا د افغانستان لپاره د بریا لامل شوی ترڅو نړیوال شرکتونه د افغانستان د تیلو او ګازو په بلاکونو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي مومند د ماسټرۍ تر کچې زده کړې د (Chevening Scholarship) بورس له لارې د بریتانیا هېواد د کوینټري پوهنتون (Coventry University – UK) څخه د تیلو او ګازو د مدیریت په برخه کې تر (2016) کال کې بشپړې کړي او همدا شان د لیسانس زده کړې یې د سوداګرۍ او مدیریت په برخه کې د پاکستان هېواد د کراچۍ ایالت له اقرأ پوهنتون څخه په (2009) کال پورې سرته رسولي.