د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستوزیر د تالکو د اتحاديي له غړو سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند د تالکو اتحاديې له مشرانو او غړو سره وکتل؛ د لېدنې په سر کې، د اتحاديي غړو د قراردادنو په اړه د خپلو ستونزو د شریکولو ترڅنګ په کوچنیو قراردادنو کې د پانګونې لپاره د غوره زمینې د برابرولو غوښتنه وکړه او هم يې په ننګرهار ولایت کې د خپلو شرکتونو او قراردادنو په اړه لازم وړاندیزونه د وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي مومند په خپلو خبرو کې وویل؛ مونږ د تالکو په برخه کې مشخصه تګلاره لرو چې د همدې تګلارې څخه د سکټور نه د ګټې اخیستنې لپاره معلوم میکانیزم مشخص شوئ؛ او مونږ به د همدې تګلارې پر بنسټ پرمخ ځو.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست اړونده مسئولینو ته هدایت ورکړل ترڅو د دوي ستونزې واوري او د حل په موخه يي اقدامات ترسره کړي.