د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې د همغږۍ ریاست ته د سرپرست رئیس معرفي کول.
د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې د همغږۍ ریاست ته د سرپرست رئیس معرفي کول.
ښاغلی انجینیر محمد ابوبکر (امیني) د عبدالفتاح زوی، چې د قران حافظ او د خوست له شېخ زاید پوهنتون انجینیري پوهځي څخه په لومړي مقام فارغ او د کاري تجربې په لرلو سره د کانونو او پټرولیم وزارت درانه مقام په هدایت د یاد وزارت د ویاند عصمت الله برهان، د عواید د تنظیم ریئس محمد رسول عقاب، د بشري منابع ریئس احمد ضیا خاکسار او يوشمېر نورو ریسانو په ګډون د ټاپي پروژې همغږۍ ریاست ته د سرپرست په توګه خپلو کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
ښاغلي امیني د افغانستان د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې د یاد ریاست د کارکوونکو په همکارۍ به خپلې چارې په صادقانه توګه پر مخ وړي.