د کانونو او پټرولیم وزارت به د هیواد د عوایدو پر مهمه سرچینه بدل شي

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۸:۴۵
sss

د کانونو او پټرولیم وزارت د وضعیت ارزولو په موخه د غونډو په لړ کې نن ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ په دې وزارت کې د بنیادي تغییراتو او د هیواد د عوایدو پر مهمې سرچینې د بدلېدو په خاطر، غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، په کانونو او پټرولیم وزارت کې د اصلاحاتو د سترې برنامې د تطبیق په اړه چې د دغه وزارت د لار نقشې په چوکاټ د جمهوررئیس د لارښوونې پر بنسټ جوړه شوې وه، ټینګار وشو.

همدارنګه د کانونو او پترولیم وزارت پر تشکیلاتو بحث وشو او څرګنده شوه چې موږ باید د کانونو په برخه کې متخصصین ولرو، د دغه وزارت د کارکوونکو تخنیکي وړتیا او علمي پوهه دې لوړه شي، د وزارت د عایداتو پلان دې ترتیب او هیواد د کانونو په ځانګړي ډول د مرمرو او رخام، تیلو او ګازو، قیمتي ډبرو، مسو، کرومایتو او نورو کانونو پر استخراج لازیات تمرکز وشي.

جمهوررئیس غني وویل، موږ باید د هیواد د هر کان د استخراج، تولید او عوایدو زیاتولو ته مشخصه طرحه ولرو او باید د کانونو انکشاف د هیواد د اقتصادي ودې لپاره زموږ اصلي لیدلوری واوسي.

هغه زیاته کړه، تفحصاتو ته دې پاملرنه وشي، ظرفیتونه دې زیات شي چې د کانونو د معیاري استخراج په برخه کې موثر پایلې ترلاسه شي.

جمهوررئیس غني وویل، باید د کانونو د غیرقانوني استخراج مخنیوی وشي او د تیلو او ګازو د وارداتو او صادراتو بېلانس دې ترتیب شي چې د تیلو او ګازو او د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې پر لور ګام واخلو.

جمهوررئیس په قراردادونو کې پر واضح ارزونې ټینګار وکړ او وې ویل، کانونه باید د ملي یووالي وسیله شي او په هر اقتصادي زون کې به پر کانونو پانګونه وکړو.

د هیواد جمهوررئیس وویل موږ برنامه محوره کانونو او پترولیم وزارت غواړو، د امریکا د جیولوجي سروې لپاره دې اقتصادي پلان جوړ او باید د منابعو د مدیریت په موخه اساسي تهداب ایجاد شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۸:۳۲
Background image

محمد هارون چخانسوري: "د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابروو"

د ۳۴ ولایتونو له والیانو او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم ریاستونو له رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې د مصوبې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو. . .

شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۱ - ۸:۲۹
Background image

کانونو او پټرولیم وزارت د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت سره دهمکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړو.

د یاد هوکړه لیک د لاسلیکېدو له مخې به کانونو او پټرولیم وزارت معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو د ځان بسیاینې، ټولنیز مشارکت، د ستونزو او ننګونو په نښه کولو، او د معلولینو ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۷:۵۳
Background image

محمد هارون چخانسوري: "که پور ورکونکي په راتلونکو دیرشو ورځو کې خپل ټول پورونه ادا نکړي، نو د وزارت لخوا به د څارنوالۍ په دفتر کې د دولتي پورونو ترلاسه کولو کمیسیون ته معرفي شي."

د کانونو وزارت د پورونو راټولولو په اړه ګډه غونډه نن ماسپښین د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست محمد هارون چخانسوري په ریاست، د اداري فساد پر وړاندي د مبارزې په چارو کې د لويې څارنوالۍ. . .

بېرته خبرونه ته