د پالیسۍ او برنامو مرستیال د بدخشان ولایت له کانونو لیدنه وکړه

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۴:۳۶
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت، چې مل پلاوي یې ملتیا کوله د یو رسمي سفر په ترڅ کې يې د بدخشان ولایت د لاجوردو کانونو څخه لیدنه وکړه.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال د یادو کانونو د کار بهېر څخه له نږدې لیدنه وکړه، همدا راز یې د کارکوونکو او قراردادیانو نظریات او ستونزې واورېدې او د کان کیندنې د قوانینو او کړنلارو له مخې یې د شته ستونزو په برخه کې ورسره د حل ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۲۲:۱۱
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ (بولۍ) دیاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم، د کمېټې غړو، سیمه یزو مسوولینو، او د ولایتي ادارو د بېلا بېلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۸:۱۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هرات او غور ولایتونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د ۱۴۰۴ لمریزکال د چنګاښ په ۱۸مه نېټه د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار او د غور له والي مولوي حیات الله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۲۴
Background image

په میدان وردګو ولایت کې د سرب او انټیموني د پروسېس کارخونه پرانیستل شوه

په میدان وردګو ولایت کې د افغان قرغیز د سرب او انټیموني د پروسېس کارخونه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د یاد ولایت. . .

بېرته خبرونه ته