د هرات د مرمرو په تولیداتو کې ۳۵ سلنه زیاتوالئ راغلئ دی
د هرات کانونو ریاست په ۱۳۹۸ مالي کال کې د دې ولایت په مرمر ډبرو تولیداتو کې د ۳۵ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي.
د هرات کانونو ریاست رئيس ښاغلي ضیاالحق پوپل په ۱۳۹۸ کال کې د هرات ولایت د مرمري ډبرو تولیدات ۵۱۲۱۵ ټنه یاد کړل او زیاته يي کړه: «د سږني کال مرمري ډبرې د تیر ۱۳۹۷ کال په نسبت ۱۳۴۶۳ ټنه زیاتوالی ښائي».
د ښاغلي پوپل په وینا د هرات د مرمرو د ډبرو په تولیداتو کې د تیر مالي کال په نسبت سږ کال ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلئ، چې دا فیصدي پخپله دا جوته وي چې د صنایع استخراجي سکټور او په خصوص صنعتي منرالونو برخه کې ښه پرمختګ شوئ دی.