د لغمان ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

urgent_user
پنجشنبه, جون 13 2024 9:12 AM
س

د لغمان ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه د یاد ولایت د کانونو د رئیس انجنیر نجیب الله په مشرۍ چې پکې د کمېټې غړو ګډون کړی و ترسره شوه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د کانونو رئیس د کانونو د ساتنې، څارنې او د غیر قانوني استخراج د مخنیوی او د یادې کمېټې د جوړښت په اړه خبرې وکړې ویې ویل: زموږ د کمېټې د جوړېدو موخه د کانونو د ساتنې، مدیریت او د غیر قانوني استخراج مخنیو دی دی، د خوښۍ ځای دی چې په لغمان ولایت د کانونو د قاچاق مخنیو شوی دی او هیچا ته ددې اجازه نه ورکوو، چې کانونه په خپل سر استخراج کړي.

په پای کې د کمېټې غړو د یاد ولایت د کانونو د ساتنې په موخه خپل نظریات، وړاندیزونه او حل لارې شریکې کړې او د لازمې همکاریو ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه شنبه, جولای 16 2024 3:00 PM
Background image

د ارزګان ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې ناست ترسره شوه

د کانونو ساتنې کمېټې غونډه دارزګان ولایت د والي الحاج مولوي عنایت الله"شجاع"  په مشرۍ د امنیه قومندان الحاج مولوي محمد رفیق"خادم" د کمېټې غړو او د یاد ولایت د بېلا بېلو برخو رئیسانوپه. . .

پنجشنبه, جولای 11 2024 1:00 PM
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو لومړنی نندارتون پرانیستل شو

 د زمردو دغه درې ورځنی نندارتون د پنجشېر والي الحاج محمد اغا حکیم، د کانونو رئیس، د کلیو پراختیا وزیر، سیمه ییزو چارواکو، ملي سوداګرو، صنعتکارانو او د رسنیو په شتون کې چې پکې د زمردو. . .

یکشنبه, جولای 07 2024 10:42 AM
Background image

د آمو دریا نفتي حوزې قراردادي شرکت افچین د مرکزي او سیمه یزو دفترونو د اړتیا وړ توکو آفر ګشايي

د افچین شرکت د 12000 زره لېټرو تېلو، Cisco ټیلفونونو، د IT وسایل او تجهیزاتو او د مرکزي دفتر د کارکوونکو د خوړو قرارداد افرګشايي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب. . .

بېرته خبرونه ته