د قرارداد ورکولو د پریکړې خبرتیا:
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د تدارکاتو د دري څلوېښتمې مادې له مخې ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د کانونو او پټرولیم وزارت غواړي چې د دوه رقم A:92 مارک 42000 لېترو په اندازه پټرول او 13000 لېترو په اندازه تیلو د چمتو کولو قرارداد د (MOMP/G-15/LCB-1401) داوطلبۍ شمېرې لاندې، د اکمل احمدزي ساختماني او لوژيستکي شرکت ته چې د جواز نمبر یې (67618) ده او د کابل په مرکز کې د کارته نو په دوهم سرک کې موقعیت لري د 5،262،050 پنځه میلیونه او دوه سوه دوه شپېته زره او پنځوس افغانیو په ارزښت قرارداد ورکوي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض لري کولی شي چې خپل اعتراض د همدې اعلان له خپرې څخه تر 7 ورځو پورې د متحد المال شمرې NPA/C08/1395 او د تدارکاتو د پالیسۍ سره سم له دلایلو سره په لیکڼې بڼه د کانونو او پټرولیم وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپارئ.
دا خبرتیا د قرارداد پای ته رسیدو په معنی نه ده. او قرارداد به تر هغه وخته پورې نه ورکول کېږي تر څو چې پورته ذکر شوي نېټه پوره او وروستي قانوني مراحل طی شوي نه وي.