د افغان‌ګاز او کود و برق شرکتونو د عالي شورا غونډه جوړه شوه

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۰ - ۱۱:۶
123

د د افغانګاز او کود و برق شرکتونو عالي شورا د مالي پلان د تصویب ناسته د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال سید محبوبالله رباني په مشرۍ ترسره شوه. پدې ناسته کې چې د مالیې، اقتصاد، تجارت او زراعت وزارتونو استازو او د یادو شرکتونو رئیسانو ګډون درلود، د ۱۳۹۸ مالي کال د کړنو او په پیرودونکو د پلورل شوي ګاز د قیمت په اړه لنډ معلومات وړاندې شول.

په یاده ناسته کې، د افغان‌ګاز د ساحوې کارکونکو د امتیازاتو د ورکړې، یوریا سرې، حرارتي بریښنا د تولیدي پلان د مسودې او د ۱۳۹۹ مالي کال د تشکیل په اړه معلومات وړاندې شول، چې له صلا مشورو وروسته تصویب شول.

 

#کانونواوپټرولیموزارت #MoMP

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۳۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ټاپي پروژې له رئیس او په کابل کې ترکمنستان له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ټاپي پروژې له رئیس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره د ټاپي پروژې د پرمختګونو، مهمو او اساسي موضوعاتو په اړه بحث او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۲۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افچین کمپنۍ له مسئولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د افچین کمپنۍ له مسئولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه لیدنه د بېلا بېلو موضوعاتو سربېره یې د تېرو حسابونو پر تصفیې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۹:۱۹
Background image

د پلان او پالیسي مرستیال د مالګې کانونو د قراردادیانو سره ولیدل

 د مالګې د کانونو ټولو قراردادیانو، د مالګې د فابریکو خاوندانو او د مالګې اتحادیې غړو نن د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي له مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي سره د مالیې، د. . .

بېرته خبرونه ته