د کانونو او پټرولیم وزارت په انګړ کې د نوي کابل بانک ATM ماشین پرانیسته

د ATM ماشین چې د نوي کابل بانک لخوا د کانونو او پټرولیم وزارت دننه نصب شوی و، نن د 3/3/1402 نیټه د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ حدیث شهاب الدین دلاور لخوا د مرستیالانو، رئیسانو او کار کوونکو په شتون کې پرانیستل شو.
د دغه ماشين په نصبولو سره به د کانونو او پټروليم وزارت کارکوونکي خپل معاشونه او نور امتيازات په موقع او پرته د وخت له ضایع کولو څخه تر لاسه کړي.