پکتیا کې د سرپنټین کاڼي کان د استخراج چارې پیل شوې

د سرپنټین کاڼي کان چې د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ سپینې شګې په سیمه کې موقیعت لري، څه موده وړاندې ممتاز ایاز شرکت د آزادې داوطلبۍ له لارې د پنځه کلونو لپاره في ټن په ۲۴۰۰۰ افغانۍ ورکولو سره ګټونکی اعلان شوی و نن یې د پکتیا ولایت د کانونو رئیس محمد حنیف او یو شمېر محلي مسؤلینو په شتون کې د استخراج چارې عملا پیل شوې ، ښاغلي حنیف وویل: د دې کان په استخراج سره به دولت ته د زیاتو عوایدو راټولېدو ترڅنګ د سیمې ګڼ شمېر خلکو ته کاري فرصتونه او ټولنیز خدمتونه برابر شي.